د لاس رسي وړ اتصالات

مکسیکو نه د مخدره توکیو قاچاق؛ څه دپاسه ۲۹۰۰ امریکایان نیول شوي


د امریکا د متحده ایالاتو د ګمرکونو او سرحدونو د ساتنې ادارې د معلوماتو په اساس د کروناویروس د وبا په ترڅ کې دهغو امریکایانو شمیر څو برابره ډیر شوی چې د مکسیکو نه د قاچاق په جرم نیول شوي دي.

د اسوشیتید پرس اژانس د امریکا د امنیتي مقاماتو له قوله لیکلي چې مکسیکویي قاچاقبرو له اوږدې مودې راهیسې د مخدره توکیو د قاچاق په هدف امریکایان جلب او جذبوي؛ هغه بهیر چې د کروناویروس د وبا په ترڅ کې زیات شوی او همدا دلیل دی چې د ۲۰۲۰کال د اکتوبر نه د ۲۰۲۱د مارچ میاشتې پورې د نیول شویو امریکایانو شمیر د مکسیکویانو په پرتله اوه چنده شوی دی.

د امریکا د متحده ایالاتو د ګمرکونو او سرحدونو د ساتنې ادارې شمیرې ښیي چې د ۲۰۲۰کال د اکتوبر نه د ۲۰۲۱کال تر مۍ میاشتې پورې نژدي ۴۱۷۳۰ کیلوګرام مخدره توکي د مکسیکو سره د امریکا په جنوبي سرحدونو کې کشف او ضبط شوي دي.

د هغو امریکایانو شمیر چې غوښتل یې د خپلو موټرو په مرسته مخدره مواد انتقال کړي د مارچ د میاشتې تر وروستیو پورې ۲۴۰۰ تنو ته رسیدلی و.

د هغو توقیف شویو امریکایانو شمیر چې هڅه یې کړې په خپل بدن کې مخدره توکي قاچاق کړي په ۲۰۲۱مالي کال کې ۵۰۵ تنو ته رسیدلی دی.

XS
SM
MD
LG