د لاس رسي وړ اتصالات

منځني ختیځ کې پر امریکایي ځواکونو د ډرون الوتکو بریدونه ډېر شوي


د سوریې په جنوب کې د التنف نظامي اډه چې امریکایي ځواکونه پکې دیره دي.
د سوریې په جنوب کې د التنف نظامي اډه چې امریکایي ځواکونه پکې دیره دي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت [پنټاګان] چارواکي وايي د اسرائیل – حماس تر منځ جګړې پیل کیدو راهیسې په منځني ختیځ کې په امریکایي ځواکونو د هغو ملیشو د ډرون الوتکو بریدونه ډیر شوي چې ایران یې ملاتړ کوي.

د پنټاګان ویاند برید جنرال پاټ راډیر دوشنبه اکټوبر ۲۳ (لړم لومړۍ) خبریالانو ته وویل چې امریکایي ځواکونو دوشنبه د سوریې په جنوب کې دوه ډرون الوتکې وویشتې او نسکورې یې کړلې چې په نظامي اډې کې یې میشت امریکایي ځواکونه په نښه کړي و.

د پنټاګان ویاند وویل د دوشنبې په ورځ استول شوې ډرون الوتکې امریکایي دفاعي سیستم له منځه وړي او چا ته پکې زیان ندی اوښتی او د دې الوتکې استولو ملامتي یې په ایران اچولې.

هغه زیاته کړه، "پوهیږو چې ایران ددې ډلو ملاتړ کوي او په پای کې به مونږ ایران مسؤل وبولو".

د پنټاګان دې چارواکي څرګندونو څخه وړاندې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن هم پرته لدې چې د ایران نوم واخلي، خبرداری ورکړی و چې په سیمه کې هیڅ یو هیواد باید د اسرائیل- حماس تر منځ جګړې څخه د خپل ځان لپاره ګټه وانخلي.

که له یوې خوا پر غزې د اسرائیل هوایي بریدونه ډیر شوي او اسرائیلي ځواکونه دیته تیاری نیسي چې په غزې د ځمکې د لارې یرغل وکړي، په عین حال کې امریکایي چارواکي وایي په عراق او سوریه کې امریکایي ځواکونو ته ګواښونه ډیر شوي.

پنټاګان همدارنګه ددې جګړې د پیل څخه سمدستي وروسته سیمې ته دوه الوتکې وړونکې کښتۍ واستولي تر څو له یوې خوا اسرائیل سره خپل ملاتړ څرګند کړي او لې بلې خوا هغه هیوادونه وډاروي چې ښایي پدې شخړې کې راګډ شي.

امریکایي چارواکي وایي تیرې یوې اوونۍ کې په منځني ختیځ کې پر امریکایي ځواکونو د ډرون الوتکو پنځه بریدونه شوي چې په ځینو بریدونو کې یو شمیر کسان برسیرن ټپي شوي او نظامي اډو ته یې هم څه نا څه زیان رسولی.

د متحده ایالاتو یو جګپوړي نظامي چارواکي خبریالانو ته ویلي چې په ټولې سیمې کې د تشدد ډیریدو خطر د پام وړ توګه ډیر شوی چې امریکایي ځواکونو ته ګواښونه هم پکې شامل دي.

د حماس ډلې د اکټوبر ۷ مې نیټې چې په اسرائیل یې ناڅاپه برید وکړ، شاوخوا ۱۴۰۰ کسان یې ووژل او د ۲۰۰ څخه ډیر یې د ځان سره د یرغملو په توګه غزې ته وړي چې د متحده ایالاتو په ګډون پکې د ګڼ شمیر بهرنیو هیوادونو اتباع شامل دي.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي هم د دوشنبې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې وویل چې په اسرائیل د حماس برید راپدیخوا په عراق او سوریې کې په امریکایي ځواکونو د هغو ملیشو لخوا د توغندیو بریدونه ډیر شوي چې ایران یې تر شا ولاړ دي.

ښاغلي کربي وویل چې متحده ایالات ډیره اندیښنه لري چې ښایي دا ډول بریدونه په راتلونکو څو ورځو کې لا ډیرې شي.

د ښاغلي کربي د څرګندونو څخه وړاندې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو هم په سیمه کې د تشدد ډیریدو په هکله اندیښنه څرګنده کړې وه.

د امریکا د دفاع وزیر لوید استن د یکشنبې په ورځ د اسرائیل-حماس ترمنځ د جګړې په ترڅ کې په منځني ختيځ کې د کړکیچ د هر ډول زیاتېدو په ضد خبرداری ورکړ.

د دفاع وزیر استن وویل چې متحدو ایالتونو "په سیمه کې زموږ په سرتېرو باندې د بریدونو د پام وړ زیاتوالي احتمال لیدلی" او په خبره یې ځواکونه یې د "ځواب ویلو" لپاره چمتو دي.

نوموړي له امریکایي شبکی ABC News سره په خبرو کې وویل: "که هره ډله او یا هر هېواد د دغه تاوتریخوالي زیاتول غواړي او له دغه بدمرغه وضعیت څخه، چې موږ یې ګوور، ګټه اخلي، زموږ مشوره ورته دا ده چې: مه یې کوئ".

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG