د لاس رسي وړ اتصالات

اکتوبر کې ۲۷۳ ملکي افغانان وژل شوي او ۵۵۰ نور ټپیان شوي – ریپوټ


اکتوبر کې د انتخاباتو په ورځو او کمپاینونو کې د بریدونو او ناامنیو پیښو زیاتوالی د ملکي افغانانو د مرګ‌ژوبلې د ډیریدو لامل شوی.
اکتوبر کې د انتخاباتو په ورځو او کمپاینونو کې د بریدونو او ناامنیو پیښو زیاتوالی د ملکي افغانانو د مرګ‌ژوبلې د ډیریدو لامل شوی.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې (سي پي اې جي) په خپل میاشتني ریپوټ کې ویلي، چې د روان عیسوي کال په اکتوبر میاشت کې د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې ۲۷۳ ملکي افغانان وژل شوي او ۵۵۰ نور ټپیان شوي دي.

د دغې ډلې د ریپوټ په اساس، په اکتوبر میاشت کې د انتخاباتو په ورځو او کمپاینونو کې د بریدونو او ناامنیو پیښو د زیاتوالي له امله، په دې میاشت کې د ملکي افغانانو د مرګ‌ژوبلې کچه لوړه شوې ده.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې شمیرې ښيي، چې یواځې د انتخاباتي کمپاینونو او د رایې د ورکولو په ورځو کې ۳۶۷ ملکي افغانانو ته مر‌ګ‌ژوبله اوښتې ده.

په ریپوټ کې راغلي "په اکتوبر کې د مرګ ژوبلې ډېره برخه ځکه د ولسي جرګې په ټاکنو پورې اړوند ده چې په دغه میاشت کې د نوماندانو د هدفي وژنو تر څنګ د ټاکنو پر کمپایني غونډو، د ټاکنو پر مرکزونو او د رایی اچونې په ورځو کې ګڼ بریدونه ددې سبب شول چې (۳۶۷) ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوړي، په دغه مرګ ژوبله کې ( ۸۸ )ملکیان شهیدان او (۲۷۹) نور ټپیان شوي دي".

د (سي پي اې جي) د ریپوټ له مخې ننګرها یوځل بیا د مرګ ژوبلې په سر کې دی، چې په دغه ولایت کې ۶۱ عام خلک وژل شوي او ۶۷ نور ټپیان شوي دي. په ریپوټ کې راغلي، چې په ننګرهار کې ملکي وګړو ته تر ټولو زیاته مرګ‌ژوبله د ولسي جرګې د کاندیدانو پر کمپاینونو بریدونو او همدارنګه د افغان ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې اوښتې ده.

دغې ډلې زیاته کړې، چې له ننګرهار وروسته په هلمند ولایت کې هم د انتخاباتي سیالیو پر مهال ځانمرګو بریدونو او د افغان حکومت له لوري د پوځي عملیاتو پر مهال ۳۵ تنه وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان شوي دي.

د دغې ډلې د ریپوټ په اساس په اکتوبر میاشت کې د افغان ځواکونو په شپنیو عملیاتو او هوايي بمباریو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲۸ ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې د دولت د وسله‌والو مخالفینو له خوا ملکي افغانانو ته د اوښتي تلفاتو په اړه شمیره نه ده وړاندې کړې، خو ویلي یې دي، چې د مجموعي مر‌ګ‌ژوبلې پاتې برخه د ځانمرګو بریدونو، سړک غاړې ماین چاودنو، هوان مرميو، او د حکومتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو په مخامخ جګړو کې افغانانو ته اوښتې ده.

د دغې ډلې مشر عزیز احمد تسل، په افغانستان کې د جګړې ښکیلې غاړې د ملکي وګړو د خوندیتوب په برخه کې له نړیوالو منل شویو کنوانسیونونو څخه په سرغړونې تورن کړل او وې ویل، چې افغان حکومت او مخالفینو یې د ملکیانو د خوندیتوب په برخه کې کړې ژمنې نه دي عملي کړي.

ښاغلي تسل له امریکا غږ اشنا سره په خبرو کې د جګړې له ښکیلو غاړو څخه وغوښتل، چې په خپلو پوځي اقداماتو کې د ملکي وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.

XS
SM
MD
LG