په کوسوو کې د ناټو په مشرۍ د سوله ساتو ځواکونو چارواکو د دوشنبې په ورځ مۍ ۲۹(جوزا اتم) وویل، چې د سربیايي معترضینو سره په نښته کې ددغو ځواکونو له ۳۰ څخه زیات منسوبین ټپیان شوي دي.
د کوسوو په شمال کې د سوله ساتو ځواکونو سره په نښته کې ښکیل سربیايي اعتراض کوونکو د یو البانیايي الاصله ښاروال ګوښه کیدو غوښتنه کوله، چې تازه د ښاروال په توګه ګمارل شوی دی.
د ناتو د سوله ساتو ځواکونو د وینا له مخې دغه سربیايي اعتراض کوونکي سوله ساتو ځواکونو سره هغه مهال ښکیل شو،چې د زوکان په شمالي ښار کې یې حکومتي ودانیو ته د ننوتو هڅې وکړې.
د سوله ساتو ځواکونو د وینا له مخې کله، چې دغو ځواکونو حکومتي تاسیساتو ته د اعتراض کوونکو د ننوتلو هڅه وکړه " پرته له دلیل" څخه تر برید لاندې راغلل.
په عین حال کې د سربیا جمهور رئیس الکساندر ووچیچ، ویلي، چې په دغو نښتو کې ۵۲ صربي معترضین هم ټپیان شوي دي.
هغه د دریو تنو وضعیت د اندیښنې وړ بللی دی. د سربیا جمهور رئیس ویلي، چې دوه سربیایي اعتراض کوونکي د البانیايي الاصله ځواکونو په ډزو کې ټپیان شوي دي.
د هنګري دفاع وزیر هم د خپل فیسبوک په پاڼه په یو پیغام کې ویلي، چې ددغې نښتې په ترڅ کې له "شلو زیات هنګري سرتیري" ټپیان شوي؛ چې اوه تنه یې خورا زیات ټپیان شوي، خو روغتیايي وضعیت یې د اندیښنې وړ نه دی.
د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې ددغه هیواد درې سرتیرې هم په دغه نښته کې ټپیان شوي دي.
د ایټالیا صدراعظمې میرمن جورجیا ملوني د ناټو د غړو سره په یو اواز " د ټولو غاړو غوښتي، چې د تاوتریخوالي د کمیدو لپاره دې یو ګام شاته واخلي".
تیره میاشت د کوسوو په شمالي ښارونو کې سربیانو په ټاکنو کې ګډون ونکړ، چې له امله یې په ټاکنو کې د ۳.۵ فیصدو په کم شمیر د رایې ورکوونکو د ګډون سره سره البانیايي الاصله اوسیدونګو وکولی شو، چې سیمه ییزې شوراګانې تر خپل کنټرول لاندې راولي.
د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې د کوسوود حکومت څخه وغوښتل، چې د تاوتریخوالي د کمیدو لپاره دې د ښاروالانو د انتصابولو څخه ډډه وکړي.
خو د البین کورتي په مشرۍ البانیايي حکومت ددغو هیوادونو غوښتنې ته پاملرنه ونکړه او تیره اونۍ رسمآ یې ښاروالان وګمارل.
د کوسوو زیات شمیر سربیايي الاصله اوسیدونکي ددغه هیواد له شمال څخه د کوسوو د پولیسو د وتلو غوښتنه کوي.
دا سیمه د اوږدې مودې راهیسې د سربیايي الاصله اوسیدونکو د مقاومت سره مخ ده. ددې سربیره ددغو ښارونو ښاروالان هم الباني نژاده دي، چې سربیایي اصله اوسیدونکي یې د خپلو واقعي استازو په توګه نه ګڼي.
د کوسوو د شمال اکثریت اوسیدونکي سربیايي الاصله دي. د تیر ۲۰۲۲ کال د نومبر د میاشتې راپه دیخوا په دغو سیمو کې وضعیت ترینګلی دی او په سلګونو سربیايي الاصله پولیسو، قاضیانو او څارنوالانو خپلې دندې پریښي دي.
په کوسوو کې د سربیایانو دا اعتراض وروسته له هغه پیل شو، چې د کوسوو حکومت وویل، چې په کوسوو کې میشت سربیايي الاصله اوسیدونکي نشي کولی، چې د کوسوونمبرپلیټ لرونکو موټرو څخه کار واخلي.