د لاس رسي وړ اتصالات

یوه میاشت کې څه باندې ۵۰ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي


د مهاجرت نړیوالې ادارې په خپل رپوټ کې ویلی، چې د روان عیسوي کال د جنوري میاشتې له پیل څخه د فبروري تر دریمې، له ایران او پاکستان څخه له ۵۲ زرو څخه زیات افغان کډوال شړل شوي او یا په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

دغې ادارې ویلي، چې په دې موده کې ۵۰۲۴۲ بې اسناده افغان کډوال له ایران څخه په خپله خوښه ستانه شوي او یا په زوره شړل شوي دي.

د مهاجرت نړویوالیې ادارې په رپوټ کې راغلي "په مجموعي ډول ۱۰۵۹۳ بې سنده افغانان د جنوري له ۲۸ څخه د فبروري تر دریمې له ایران څخه د هرات د اسلام‌قلعې او د نیمروز د میلک په بندرونو په خپله خوښه ستانه شوي او یا شړل شوي، چې د هغې وړاندې یوې اونۍ په پرتله ۱۵ فیصده زیاتوالی ښيي".

په رپوټ کې دغه راز ویل شوي، چې د هغو بې اسناده مهاجرینو شمیر، چې په روان عیسوکي کال کې له پاکستان څخه افغانستان ستانه شوي او یا شړل شوي، ۲۱۶۳ تنو ته رسیږي.

په روان عیسوي کال کې دغه شمیر افغان کډوال په داسې حال کې له پاکستان څخه ستانه شوي، چې د پاکستان حکومت په خپل هیواد کې د افغان کډوالو د پاتې کیدو موده د جنوري میاشتې په وروستۍ ورځ دوو نورو میاشتو ته وغځوله.

په همدې حال کې افغان چارواکي له ګاونډیو هیوادونو څخه په باعزته توګه د افغان مهاجرینو په بیرته راستنیدو ټینګار کړی.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د شنبې په ورځ د سولې عالي شورا په عمومي غونډه کې وویل "هره ورځ چې هغې خواته (پاکستان سره) غږیږئ، درته وايي چې راشه مهاجر دې واخله، زه غواړم ستاسې اجماع ولرم، چې مهاجرو باندې نور لوبه و نه شي، زه غواړم چې د دولت ټولې منابع پر دې تمرکز وکړي، چې موږ خپل مهاجرین له پاکستان څخه په لنډ مودې کې په عزت او حیثیت بیرته دې خاورې ته راولو".

افغان حکومت په پام کې لري، چې د ۱۳۹۶ مالي کال د بودیجې یوه برخه چې وزارتونه یې په مصرفولو کې پاتې راغلي، افغانستان ته د کډوالو د بیرته راستنولو او د هغوی لپاره د کار د زمینې برابرولو ته ځانګړې کړي.

XS
SM
MD
LG