د لاس رسي وړ اتصالات

دریو میاشتو کې له ۱۰۰ زرو زیات افغانان راستانه شوي – راپور


د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت وايي شاوخوا پنځه میلیونه افغانان اوس مهال په ایران او پاکستان کې ژوند کوي.
د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت وايي شاوخوا پنځه میلیونه افغانان اوس مهال په ایران او پاکستان کې ژوند کوي.

د مهاجرت نړیوالې ادارې " آی او ایم " د ایران او پاکستان څخه د افغان مهاجرنیو د ستنیدو په اړه په یو تازه راپور کې، چې د سه شنبې په ورځ ( وري ۲۱مه)یې خپور کړی ویلي، چې د ۲۰۱۹ میلادي کال له پیل څخه تر تیرې اونۍ له سلو زرو زیات افغان مهاجرین له دغو دوو هیوادونو څخه وطن ته ستانه شوي.

د مهاجرت د نړیوالې ادارې، د دغه راپور له مخې په څه باندې تیرو دریو میاشتو کې له سلو زرو زیات افغانان له ایران او ۵۶۰۰ نور له پاکستان افغانستان ته ستانه شوي دي.

له پاکستان څخه افغانستان ته د افغان مهاجرنیو د ستنیدلو لړۍ د ژمي په دریو میاشتو کې د بندیدلو وروسته تیره میلادي میاشت بیرته پیل شوې ده.

خو له ایران څخه د ژمي په موسم کې هم افغانستان ته د افغان کډوالو ستنیدلو بهیر دوام درلود.

د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت د شمیرنو له مخې تیرکال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته اوه سوو زرو شاوخوا کې افغان کډوال ستانه شوي وو، چې اکثریت یې له ایران څخه خپل وطن ته تللي وو.

د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت مرستیال ویاند محمد رضا باهر امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې له ایران او پاکستان څخه په ستنو شوو افغان کډوالو کې د قانوني اسنادو لرونکي او اسنادو نه لرونکي افغان کډوال شامل دي.

ښاغلي باهر وویل " نیمايي یې په جبري ډول او نیمايي نور په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي".

د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د نوي ۲۰۱۹ میلادي کال له پیل څخه تر اوسه ۱۳۳ افغان کډوال له اروپايي هیوادونو او ۱۵۰۰ نور له ترکیې څخه هم خپل وطن ته ستانه شوي دي.

د دغه وزارت د شمیرنو له مخې اوس مهال شاوخوا دوه نیم میلونه افغانان په ایران او په همدې شمیر نور په پاکستان کې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG