د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریي په جنګ کې تر زرو زیات ایراني عسکر وژل شوي


ایران سوریې ته عسکر پدې خاطر لیږي چې د زیارتونو دفاع وکړي.
ایران سوریې ته عسکر پدې خاطر لیږي چې د زیارتونو دفاع وکړي.

د ایران د شهیدانو د بنسټ مشر محمد علي شهیدي محالتي وایي چې د سوریې په کورنۍ جګړې کې د زرو نه زیات ایراني عسکر وژل شویدي.

ایراني چارواکو څلور میاشتې وړاندې د خپلو څلور سوه عسکرو د وژل کیدو اعلان کړی و خو پدې نوي اعلان سره دا معلومیږي چې ایران د سوریې په کورنۍ جګړې کې څومره زیات ښکیل دی.

ایران سوریې ته د کورنۍ جګړې د پیل نه عسکر پدې خاطر لیږي چې د اسلامي دولت او نورو وسله والو ډلو په خلاف د جمهور رئیس بشارالاسد د حکومت په ننګه وجنګیږي.

سره لدې چې ایراني چارواکي ادعا کوي چې سوریې ته ټول عسکر چې د جګړې لپاره لیږل کیږي، ایرانیان دي خو راپورونه وایي چې دغه هیواد افغان او پاکستاني شعیه ګان هم د دې لپاره روزي چې په سوریه کې جګړه وکړي.

د همدې کال د اګست په میاشت کې ایراني چارواکو د خپلو څلور سوه عسکرو د وژل کیدو اعلان کړی و چې سم نیمایي یې افغانان و.

اکثرو ایرانیانو په لومړي سر کې د سوریې په کورنۍ جګړې کې د ښکیل کیدو سره اختلاف درلود خو اوس پدې عقیده دي چې د اسلامي دولت یا داعش ډله د هغوي موجودیت ته ګواښ دی، او په همدې خاطر دیته زړه ښه کوي چې پدې جګړې کې برخه واخلي.

ایراني چارواکي خپلو عسکرو ته د زیارتونو مدافعین وي. دوي وایي چې غواړي د سوریې پایتخت دمشق سره نږدې د حضرت محمد (ص) د لمسۍ بي بي زینب زیارت وساتي.

XS
SM
MD
LG