د مراکش دوه حکومتي چارواکو د رویټرز آژانس ته تائید کړه چې په څاه کې لویدلی مراکشۍ ماشوم د ژغورونکو له ور رسېدو مخکې مړ شوی و او جسد یې د شنبې په ورځ ناوخته له څاه څخه را وویستل شو.
ژغورونکو په داسې حال کې چې د الله اکبر نارې وهلې د دغه ماشوم مړی یې له څاه څخه راوویست.
له دې مخکې د ژغورنې کارکوونکو ویلي و چې شپه او ورځ راین نومي ماشوم ته د رسیدو په هڅه بوخت دي او د عملیاتو په وروستیو پړاونو کې دي او دغه ماشوم ته چې په ۳۲ متره ژورې څاه کې دی، ډیر نژدې شوي دي.
یو مراکشي مامور مخکې ویلي و چې د ځمکې د ښویدو اندیښنې دغه ماموریت ستونزمن او پیچلی کړی و .