د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي وايي فراه کې د یو جومات "ملا" ۱۲ کسان ووژل


لا د دغې پېښې دقیق علت معلوم نه دی
لا د دغې پېښې دقیق علت معلوم نه دی

په فراه کې چارواکي وایي چې یو د یو جومات "ملا" د خاک سفید په ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۱۲ تنه وژلي او پنځه نور یې ژوبل کړي دي.

د خاک سفید ولسوال جمعه خان نورزي امریکا غږ ته وویل چې دا پېښه د یکشنبې په ماښام (جون۹) د طالبانو تر نفوذ لاندې سیمې کې شوې ده.

ښاغلي نورزي وویل چې دغه ملا د رنګین اباد په کلي کې له څه مودې راهېسې د یو جومات امام و چې د یوې لفظي شخړې وروسته یې د خپلې کورنۍ ځینې غړي وژلي او ژوبل کړي دي.

هغه وویل چې د وژل شویو کسانو له جملې نه ٧ تنه یې د ملا د کورنۍ غړي دي او پنځه تنه نور یې ګاونډیان دي. وايي سیمې ته یو کس استول شوی چې معلومه کړي دغه ملا څه کول او دا پېښه څنګه وشوه.

د فراه د ولایتي شورا مرستیال شاه محمود نعیمي وايي چې دوو ګاونډیانو غوښتل چې د ملا د دغه کار مخه ونیسي خو هغوی هم وژل شوي دي. ښاغلی نعیمي وايي چې په وژل شویو کې اته ښځې او یو ماشوم هم شامل دي.

د فراه د والي ویاند موسی نظري وايي چې پېښه د طالبانو تر نفوذ لاندې سیمه کې شوې او د هغه په خبره طالبانو دا کس نیولی دی. لا د دغې پېښې دقیق علت معلوم نه دي.

XS
SM
MD
LG