د لاس رسي وړ اتصالات

غوماشو او د برېښنا نشتوالي د پاکستان په کمپونو کې د سیلاب ځپلو ژوند سخت کړی


په پاکستان کې د سند ایالت په مرکزي ساحو کې سېلاب ځپلي خلک، چې اوس د سیهوان په نوم کمپ کې په خېمو کې اوسیږي، وايي د ډېرو غوماشو او د برېښنا د نه شتون له امله په کمپ کې شپه نشي تېرولای.

وروستیو سیلابونو ددغه ملک د ۲۲۰ میلیونه نفوس دریمه برخه اغېزمن کړي او ډیر خلک یې کډوالۍ ته اړ ایستلي دي.

د سیهوان په کمپ کې د مېشتو سلګونو خلکو لپاره د ماشو څخه د خوندي ساتلو لپاره یو څو جالۍ (مچردانۍ) تر سترګو کیږي.

ذولفقار سولنګی چې کور یې اوبو لاندې کړی او له خپلې کورنۍ سره دې کمپ ته کډه شوی، د ماشو او سختې ګرمۍ له امله یې ماشومان تر سهاره ویښ وي.

یو بل بې ځایه شوی کس وايي، په کمپ کې د څښلو پاکې اوبه نشته او دوی مجبور دي چې د سیلاب اوبه وڅښي چې له امله یې خلک په ناروغیو اخته کیږي.

د ملګرو ملتونو د نفوسو اداره (UNFPA) وايي چې د سېلابونو له امله ۱۳۸۰۰۰ ښځې چې بشري مرستو ته اړتیا لري امیندواره دي او تمه ده چې ۴۰ زره یې د سپټمبر په میاشت کې خپل ماشومان وزېږوي.

عایشه اربیلو یوه اونۍ وړاندې د ماشوم زېږدنې ته نزدې وه چې په کلي يې سېلاب ورغی. وايي، درد یې احساس کاوه، پلار یې په موټرسایکل کې کمپ ته راوستله او وروسته مجبوره شوه چې روغتون ته د عملیاتو دپاره لاړه شي.

په سنده کې له عادي حالت څخه سږکال ۴۶۶ سلنه زیات باران شوی دی.

د پاکستان حکومت او د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش دواړو د هوا بدلون د سیلابونو لامل ګڼلی دی.

د موسمي اورښتونو له امله په سېلابونو کې د پاکستان ۳۳ میلیونه خلک اغیزمن شوي، ۱۴۰۰ مړه شوي، او د یو تخمین له مخې د کورونو، سرکونو، اورګاډو پټلیو، څارویو او کرنیزو محصولاتو د ورانېدو او ضایع کېدو له امله ورته د شاوخوا ۳۰ میلیارده ډالرو په ارزښت زیان اوښتی دی.

XS
SM
MD
LG