د لاس رسي وړ اتصالات

په موصل کې امریکایي ځواکونه د جگړې لومړۍ کرښې ته ځي


امریکایي ځواکونه په موصل کې داعش پرضد د عملیاتو په پلان جوړونه کې مستقیمه برخه لري.
امریکایي ځواکونه په موصل کې داعش پرضد د عملیاتو په پلان جوړونه کې مستقیمه برخه لري.

عراقي ځواکونه د امریکایي ځواکونه په مرسته د داعش څخه د موصل د بیرته نیولو نوي عملیات پیلوي.

په عراق کې د امریکایي ځواکونو قوماندان نن په موصل کې وویل چې په دې نویو عملیاتو کې به امریکایي ځواکونه د پخوا په پرتله د جگړې لومړۍ کرښې ته نژدې وي.

په تیرو دوو میاشتو کې د عراق ځانگړو ځواکونو د داعش څخه د موصل څلورمه برخه نیولې ده خو په عملیاتو کې پرمختگ ډېر لږ و او تلفات درانه و.

په برید کې د تاکتیکي بدلونونو لپاره، د روانې میاشتې له پیل راهیسي عملیات ځنډول شوي دي او د ختیځې جبهې د تقویه کولو په موخه د جنوبي څنډو څخه د محاربوي پولیسو ځانگړې قوه ختیځ ته لیږل شوې ده.

د امریکا په شمول نړیوال ائتلاف تر اوسه زرگونه هوایي بریدونه کړي او د داعش پر ضد د عملیاتو په پلان جوړونه کې مستقیمه برخه لري.

د امریکایي ځواکونو قوماندان ډگروال سټورټ جیمز وایي چې د موصل د ختیځ د نیولو لپاره پلان جوړ شوی دی. قوماندان وایي "موږ د برید د راتلونکې پړاو لپاره چمتو کیږو چې د ختیځ موصل منځ ته ننوځو. خپل ځواکونه او تجهیزات په سمو ځایونو کې ځای پر ځای کوو."

په موصل کې پر داعش باندې د عملیاتو د پیل راهیسي لسگونه زره عراقیان بې کوره شوي دي.
په موصل کې پر داعش باندې د عملیاتو د پیل راهیسي لسگونه زره عراقیان بې کوره شوي دي.

په تیرو پنځلسو میاشتو کې د عراق په شمال او د موصل په شا اوخوا کې یوازي درې امریکایي سرتیری وژل شوي دي، خو قوماندان جیمز وایي چې په نوي پلان کې به امریکایي سرتیرو ته د خطر کچه لوړه شي.

ډگروال جیمز زیاتوي چې د عراقي ځواکونو سره به همکاري زیاته شي، د هوایي او ځمکنیو عملیاتو ترمنځ به کواردینات تر پخوا لا ښه شي او ځمکني ځواکونه به ورسره غښتلي شي.

د عراق صدراعظم حیدر العبادي د روان کال تر پایه د اعش څخه د موصل د نیولو ټټر وهلی و، خو اوس داسي نه ښکاري چې په پاتې څو ورځو کې به دا کار وشي.

امریکایي قوماندان وایي چې د جگړې د بل پړاو سرعت او د سیمو کنټرولول په دې پورې اړه لري چې داعش څومره مقاومت کوي.

ډگروال جیمز زیاتوي "که موږ په لومړۍ ورځ بریالي شولو او جگړې زور واخیست، نو کیدای شي هر شی ډېر چټک وشي. خو که داعش په لومړۍ ورځ سخته جگړه وکړي او زموږ د پرمختگ لاره بنده کړي، نو موږ نوی پلان جوړوو چې بل برید پر کوم ځای وکړو.

موصل یو تاریخي ښار دی چې اټکل کیږي اوس هم یو نیم میلیون خلک په کې اوسیږي. ښار د دجله سین په منځ ویشلی دی. لویدیځه خوا په بشپړه توگه د داعش په لاس کې ده او نظامي کارپوهان وایي چې د ښار په تنگو کوڅو او بازارونو کې به لاس په لاس جگړه کول اسان کار نه وي.

XS
SM
MD
LG