د لاس رسي وړ اتصالات

سعوي ایتلاف یمن کې د بې سرحده ډاکټرانو روغتون بمبارد کړی


د سعودي په مشرۍ د ایتلاف الوتکو په یمن کې د بې سرحده ډاکټرانو پر یو روغتون بمباري کړي ده او لږ ترلږه اووه تنه یې وژلي دي. د سیمې خلک او ډاکټران وايي برید د دوشنبې په ورځ شوی او شاوخوا ۱۳ تنه په کې ژوبل شوي هم دي.

یو عیني شاهد د پېښې په ځای، ابس ولسوالۍ کې، د رویټرز خبري اژانس ته وویل چې د نورو بمباریو له ویرې زخمیان په سملاسي ډول له روغتون نه نشي ویستل کېدی.

بې سرحده ډاکټرانو په خپل رسمي ټویټر کې ویلي، چې پر روغتون یې برید شوی دی خو د وژل شویو او ژوبل شویو کسانو دقیق ارقام یې نه دي خپاره کړي. د ایتلاف یو ویاند د اوس لپاره د برید په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

تر دغه برید دوه ورځې مخکې، بې سرحده ډاکټرنو ویلي وو، چې د سعاده په ولایت کې پر یو ښوونځي هم هوايي برید شو، چې لږ تر لږه لس ماشومان یې ووژل، خو د ایتلاف چاروکي وايي په برید کې د یمن د حوثي یاغیانو د روزنې یو مرکز په نښه شوی دی.

د ۲۰۱۵ کال د مارچ راهیسې د سعودي په مشرۍ د ایتلاف الوتکودولسمشر عبد ربه هادي منصور په پلوۍ په یمن کې پر حوثي شعیه یاغیانو لسګونه هوايي بریدونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG