د لاس رسي وړ اتصالات

د حسني مبارک استعفا د امریکا لپاره څه مانا لري، واشنګټن پوسټ


د حسني مبارک استعفا د امریکا لپاره څه مانا لري، واشنګټن پوسټ
د حسني مبارک استعفا د امریکا لپاره څه مانا لري، واشنګټن پوسټ

د حسنی مبارک استعفی په منځني ختیځ کې د امریکا لپاره یوه سیاسی خلا رامنځ ته کړیده.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د فبرورۍ په 12 مه نیټه لیکلي دي چې د حسني مبارک دا پریکړه چې د دریو لسیزو واکمنۍ نه وروسته له قدرته لاس واخلي د اوباما د ادارې لپاره په منځني ختیځ کې یوه سیاسي خلا رامنځ ته کړېده چې کیدای شي د امریکا لپاره یا خطر زیات کړي او یا داچې په دې سیمه کې د امریکا ګټې خوندي وي.

ورځپاڼه لیکي په داسې حال کې چې د مصر خلک په خوشحالیو لګیا دي د امریکا چارواکو دا خبرداری هم ورکوي چې د دغه هیواد د خلکو غوښتنې تراوسه پورې چې د دموکراسۍ راوستل دي اوس هم ترپوښتنې لاندي دي ځکه اوس د چارو واګې د پوځ په لاس کې دي.

واشنګټن پوسټ زیاتوي، اوس به امریکا به وغواړي چې وضعه قابو کې شي او د مصر جنرالان چې اکثریت یې په امریکا کې روزل شوي دي دې ته قانع کړي چې قانونمندي او د ازادو او دموکراتیکو انتخاباتو لپاره ضمانت ورکړي. اوباما د جمعې په ورځ وویل، دا په مصر کې د بدلونو پای نه دی، دا په حقیقت کې یې پیل دی.

د حسني مبارک استعفا د امریکا لپاره څه مانا لري، واشنګټن پوسټ
د حسني مبارک استعفا د امریکا لپاره څه مانا لري، واشنګټن پوسټ

ورځپاڼه لیکي چې د حسني مبارک استعفی د منځني ختیځ په عربو کې یوه ولوله رامنځ ته کړیده. په لبنان او د لویدیزې غاړې د راملا په ښارکې د ټوپکو په ډزو کې سره هرکلی وویل شو. خو په اسرائیلو کې وضعه بلکل بل شانته وه. هلته د دولت مامورینو وضعه څارله. دوی په خپلو سترګو لیدل چې په سیمه کې ددوی د محدودو ملګرو نه یومهم ملګری له منځه ځي او په سیمه کې دغه هیواد نور هم ګوښه کیږي.

ورځپاڼه لیکي چې د اوباما اداره اوس د قاهرې ماورا ګوری ځکه دا د تونس د جمهوررئیس زین العابدین تیښته وه چې د مصر پاڅون یې رامنځ ته کړ او د سعودی عربستان او د اردن سلطنتی نظامونه باندې به یې اغیزې څه وي.

واشنګټن پوسټ د امریکا د جګ پوړو مامورینو له قوله لیکي چې اقتصادي په ټپه دریدل، ځوانې ټولنې، سیاسی مایوسیت په دغو پادشاهی نظامونو کې به د قاهرې وضعه تکراره کړي او هلته ځمونږ متحدین د دې هیوادو مخالفو غورځنګونو ته فرصت ورکړي چې د غربي نړی پلویانو پرضد خپله غوصه څرګنده کړي. اوس دا وخت دی چې په دغو هیوادو کې د ازادو ا و منصفانه انتخاباتو لپاره لاره هواره شي او په عین حال کې د امریکا ګټې هم خوندي شي.

ورځپاڼه لیکي چې د امریکا د ملي امنیت د سلاکار مرستیال بن رودس ویلي دي چې امریکا په منځني ختیځ که خپلو انډیوالانو سره په اړیکو کې دوی ته د امریکا د ژمنو د خوندیتوب په هکله ډاډ ورکړیدی. بن رودس ویلي دي چې ددې په خوا کې چې هغوی ته مو د خپلې حمایت ډاډ څرګند کړی دی زمونږ پیغامونه هم هغو ته زغرده دا وو چې باید په دغو هیوادو کې اصلاحات چټک شي او خپلې ټولنې خلاصې کړي.

خو واشنګټن پوسټ د کانګرس د یوه جمهوري غوښتونکي غړی له قوله چې استخباراتي سرچینو ته لاس رسی لري لیکي دي چې د امریکا ملګري د عرب هیوادونو مشران له امریکا نه دا ګیله لري چې څنګه یې د حسني مبارک سره ناوړه چلند وکړ. ده ویلي دي چې د نورو هیوادونو مشران په امریکا سخت په قهر دي.

واشنګټن پوسټ لیکي چې حسني مبارک چې د جمال ناصر او انورالسادات د غیرمذهبي نظام په ترڅ کې رامنځ ته شو تراوسه پورې د امریکا پنځو جمهورو رئیسانو ته تل ددې خبرې یاداوري کوله چې دوی دې د زیاتې دموکراسۍ په برخه کې زیات ټینګار نه کوي ځکه دغه کار کولی شي سیاسی اسلام چې په اصل کې له مصرنه سرچینه اخیستې ده غښتلی کړي. نودوی د ثبات او استقرار او ګډوډی ترمنځ یو وټاکي.

XS
SM
MD
LG