د لاس رسي وړ اتصالات

مک ماسټر: په ټاکنو کې د روسانو د لاسوهنې په اړه شک نشته


د امریکا د ملي امنیت سلاکار مک ماستر د مونشن په امنیتي کنفرانس کې د خبرو پر مهال
د امریکا د ملي امنیت سلاکار مک ماستر د مونشن په امنیتي کنفرانس کې د خبرو پر مهال

د متحده ایالاتو د ملی امنیت سلاکار اچ-ار مک مسټر نن د جرمني د مونشن ښار په امنیتي غونډه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ته وویل چې د اف-بي-آی د تورونو په اړه شواهد موجود دي.

په همدې غونډه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاوروف د امریکا تورونه "هسې خبرې" وبللې.

کله چې له ښاغلي لاوروف څخه ددغو تورونو په برخه کې د هغه د غبرګون په اړه پوښتنه وشوه، نو هغه وویل چي هیڅ غبرګون نه لري، ځکه چې هر څوک کولای شي یو څه خپاره کړي.

د متحده ایالاتو ځانګړي سلاکار رابرټ مولر د جمعې په ورځ د روسیې دیارلس وګړي او د هغه هیواد درې شرکتونه د امریکا د جمهوري ریاست د ٢٠١٦ کال په ټاکنو کې د مداخلې تورن کړل.

په یوه اتهام نامه کې ادعا شوې ده چې دغو روسانو د جمهوري ریاست په ټاکنو کې هڅه کړې وه چې د امریکا په ټولنه کې د بې اتفاقۍ تخمونه وکري او ددې هیواد سیاست تر اغیزې لاندې راولي.

ددغو تورونو تر اعلان وروسته جمهور رئیس ټرمپ ټرمپ ټویټر ته مخه کړه او یو ځل بیا یې له دې انکار وکړ چې انتخاباتي کمپاین یې له روسانو سره کار کاوه.

هغه وویل "روسې زما د جمهوري ریاست لپاره د کاندید کیدلو د مخه په ۲۰۱۴ کې د امریکا ضد کمپیان پیل کړی و. ددغو ټاکنو پایلې تر اغیزې لاندې راغلې نه دي. د ټرمپ کمپاین ناوړه کار نه و کړی او جوړجاړی موجود نه و."

ښاغلی ټرمپ د روسیې پلټنې د خپلو سیاسي مخالفینو په مشرۍ یو چال او یوه دسیسه بللې ده. هغه په وار وار هغه تورونه رد کړي چې ګني روسیې په دغو ټاکنو کې مداخله کړې ده.

XS
SM
MD
LG