د لاس رسي وړ اتصالات

ملا عبدالمنان نیازي روغتون کې ساه ورکړې ده


ملا عبدالمنان نیازي د ۲۰۱۵ کال راهیسې د هرات په ولایت کې د طالبانو د ډلې سره په جګړه بوخت وو.
ملا عبدالمنان نیازي د ۲۰۱۵ کال راهیسې د هرات په ولایت کې د طالبانو د ډلې سره په جګړه بوخت وو.

افغان امنیتي ادارو چارواکي وايي چې د طالبانو څخه د جلا شوې ډلې مرستیال ملا عبدالمنان نیازی د شنبې په ورځ په روغتون کې د ټپونو له امله ساه ورکړی ده.

دغو چارواکو د نوم د نښودلو په شرط د شنبې په ورځ مۍ ۱۵ ( غوايي ۲۵) امریکا غږ ته په روغتون کې د ملا عبدالمنان نیازي مړینه تائید کړه، خو په اړه یې نور معلومات ورنکړل.

د ملي امنیت د شورا پخواني ویاند او یو چارواکي جاوید فیصل د خپل ټویټر په پاڼه د ملا عبدالمنان نیازي مړینه تائید کړې ده.

ملا عبدالمنان نیازی د مۍ ۱۰( غوايي۲۱) د هرات ولایت د ادرسکن او ګذرې ولسوالیو په منځ سیمه کې په یوه وسله واله نښته کې سخت ټپي شوی و، چې بیا د هرات ولایت یو روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوی وو.

په دغه جګړه کې د ملا عبدالمنان نیازي درې وسله وال هم وژل شوي وو.

د هرات والي سید وحید قتالي خبریالانو ته د ملا نیازي ټپي کیدل تائید کړې وو او ویلي وو چې ملا نیازی د هرات ولایت د ادرسکن او ګذرې ولسوالیو په منځ یوه سیمه کې د خپلو وسله والو سره اوسیده.

د هرات والي ویلي وو چې ملا نیازي درې مرمۍ په سر لګیدلی وو. خو هغه د جګړې د علت په اړه، چې ملا نیازی په کې ټپی شوی وو معلومات نه و ورکړي.

ملا عبدالمنان نیازی د ملا محمد رسول په مشرۍ د طالبانو له ډلې څخه په ۲۰۱۵ کال کې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر اخوند د مړینې د خبر د خپرېدو وروسته د یو لړ اختلافاتو له امله جلا شوی وو او د هرات ولایت د شینډنډ او یو شمېرنورو ولسوالیو کې یې د ملا اختر محمد منصور او بیا د طالبانو د اوسني مشر ملا هیبت الله اخوند په مشرۍ د طالب وسله والو سره په پرله پسې ډول په جګړو بوخت وو.

تراوسه لا طالبانو د ملا عبدالمنان نیازي د مړینې په باب خپرو شوو راپورونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG