د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: پر ملاعمر د زړه حمله نده راغلې


طالبان: پر ملاعمر د زړه حمله نده راغلې
طالبان: پر ملاعمر د زړه حمله نده راغلې

طالبانو نن هغه راپورونه رد کړل چې پکې ویل شوي و د طالبانو په مشر ملا محمد عمر باندې څه موده مخکې د زړه حمله راغلې وه او د پاکستان په یوه روغتون کې یې علاج شوی و.

د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد نن د پنجشنبی په ورځ په یوې بیانیه کې وویل چې ملا محمد عمر روغ رمټ دی. هغه خپاره شوي راپورونه د طالبانو د دښمنانو تشې اوزاې وبللې.

د واشنگټن پوست ورځپاڼې د امريکايي استخباراتو د یوې شخصې شبکې د رپورټونو په حواله چې د خپلی انټرنیټي پاڼې په بلاگ کې یې راپور ورکړی و چې په ملا محمد عمر باندې سږ کال د جنورئ په ٧ نیټه د زړه حمله راغلې وه، چې د کراچئ په یوه روغتون کی یې د جراجئ عملیات وکړل.

د واشنگټن پوست ورځپاڼې په خپل بلاگ کې وویل چې د طالبانو مشر یو څو ورځې په روغتون کې بستر و خو اوس د روغتون نه وتلی دی.

راپور وايي چې د پاکستان د پوځي استخباراتو ISI د ادارې مامورانو، ملا محمد عمر روغتون ته رسولی ؤ.

د واشنگټن پوست راپور وايي چې د امریکايي استخباراتو دغې شخصې شبکې ته دغه اطلاع یوه ډاکتر ورکړې وه. نوموړی ډاکتر وايي چې د طالبانو مشر یې په خپله په روغتون کې لیدلی و.

خو په واشنگټن کې د پاکستان سفیر حسین حقاني د واشنگټن پوست راپور رد کړ او ویې ویل چې د ورځپاڼې د انټرنیټ د پاڼې بلاگ بې اساسه دی.

XS
SM
MD
LG