د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د پوځ مشر د کندهار له خلکو زغم وغوښت


دامریکا دلوی درستیزانو دکمیټی رئیس مایک مولن په زغره لرونکی موټر کې دکندهار له هوايي ډگر نه چې سخت امنیت پکی نیول شوی و، ووت چې پخپله هغه کوښښونه ووینی چې غواړی په دغه ښارکې امنیت ښه شی.

مولن په عمومی ډول یوه ارامه سیمه ولیده چې هلته له ټولونه غټ گواښ هغه هلکان دی چې تیږی گوزاروی. سخت جنگ د یاغیانو سره د ښار په شاوخوا کې دی چې د سرک د غاړی بمونه ښخوی او په امنیتی مرکزونو باندی حملې کوي.

جنرال مولن دپولیسو هغه ماموریت ولید چې هلته امریکایې قواوی افغان پولیسان روزي. دا د هغه کوښښ یوه برخه ده چې غواړی په مدار مدار طالبان او د دوی مشران له دغې سیمی نه وباسی.

افغان پولیسانو چې د سانتیگراد د څلویښت درجو په گرم او سیزونکي لمر کې دوه کتاره چې نیلی دریشی یې په غاړه وې، جنرال مولن ته یې ښه راغلاست ووایه.

وروسته بیا هغه ددوی له کوښښونونه مننه وکړه او په مخکی پروتو ستونزو په باب یې خبری وکړی. دسمندری قواو ستر جنرال مولن خپلو خبرو ته دوام ورکوی اووايي:

دبدلون، امنیت، دکارونو دپیدا کولو او دکندهار لپاره دښې حکومتداری په ارتباط په راتلونکو ډیرو میاشتوکې پوره ستونزی شته.

دقومی مشرانو سره دسمندری قواو دسترجنرال په غونډه کې دارنگه غیر نظامی موضوعات را پورته شول مگر یو تن داضافی عسکرو په باره کې پوښتنه وکړه چې په زرگونو تنه دغې سیمی ته را روان دی.یو قومی مشر پدی باره کې داسی وايي:

"تاسی دلته امنیت راوړی یا تاوتریخوالی".

دسمندری قواو ستر جنرال مولن وویل، دامریکا په مشری ائتلاف امنیت ټینگوی مگر هغه دا ومنله چې ډیر عسکر ډیر عملیات کوی او په عسکری وظیفه کې د گڼ شمیر افغان عسکرو او پولیسو شاملیدو معنئ داده چې په لنډه موده کې به تاوتریخوالی ډیروی. دسمندری قواو ستر جنرال مولن وايي:

موږ دا منو چې اضافی قواوی دزیات تاوتریخوالی سبب کیږی. دا دبغاوت ض‍د سټراټیجی برخه ده . موږ فکرکوو چې موږ له دی لاری نه کامیابیدای شو. تاوتریخوالی به کم شی.

یوبل قومی مشر شکایت وکړ چې دیوکال نه راپدی خوا چې دسمندری قواو دسترجنرال مولن سره یې تیره غونډه کړی وه، یوشی بدل شویدی او هغه دائتلاف په عملیاتو کې زیاتوالی دی او مشران دا شی نه غواړی . دغه مشروویل، امنیت ورځ په ورځ خرابیږی.

خبریالانوته اجازه نه وه چې دطالبانو له ویری نه ددغو مشرانو هویت معلوم کړی یا یې عکسونه واخلی چې کیدای شی دسمندری قواو دسترجنرال سره دغونډې له کبله ددوی په خلاف اقدام وکړی.

دریم قومی مشر دهغې مرستی په باره کې په جذبه خبری وکړی چې دحکومت له خوا نه ورسره نه کیږی:

دی وايي، پدی هیواد کې مؤثره اداره نشته چې اصلی خبره هم داده .

دغو قومی مشرانو چې په نسبی توگه دامریکا او دناټو دائتلاف دوستان دی، شکایت وکړچې پدی کې بی کاری، دشپی له خوا دناټو دعسکرو حملی، دحکومت اداری فساد چې طالبانو ته خارجی مرستی له همدی کبله رسیږی او دافغانستان دعدلی نظام ورووالی او بی کفایتی شامل ده.

اوکله چې دسمندری قواو سترجنرال مولن وویل،پاکستان یوباثباته اوسوله ایز افغانستان غواړی نو دوی دجنرال مولن سره پدی خبره دلیلونه وویل.

دسمندری قواو سترجنرال مولن وویل، د دوی شکایت په ځای دی مگر ددغو ستونزو حل به وخت وغواړی. جنرال مولن زیاتوی: ٥

زه ارزو لرم چې دا کارمی ژر کړی وای اودا به ښه وی چې سبا ته می سرته رسولی وی. زه دانشم کولای . امریکا دا نشی کولای . شپږڅلویښت نور ملکونه دا کار نشی کولای.

دسمندری قواو ستر جنرال دغو مشرانو ته دا خبره هم وکړه چې د دوه زره یولسم کال دجولای دمیاشتی دنیټی په باره کې اندیښنه مه کوی چې جمهورریئس بارک اوباما دامریکایې عسکرو دوتلو دپیل لپاره ټاکلی ده . هغه دوی ته وویل، لکه څنگه چې جنوبی او مرکزی آسیاته یې دخپل پنځه ورځنی سفر په وخت کې ویلی دی چې دغه وتل به ورو او دسیمی دشرائطوپوری تړلی دی او امریکا په افغانستان کې دثبات دټینگیدو وعده کړیده چې دا به ددغې نټیی نه ډیر په اخوا دوام وکړی.

XS
SM
MD
LG