د لاس رسي وړ اتصالات

فلوریډا کې په یو ریستوران په ډزو کې درې تنه وژل شوي


په فلوریډا کې په یو رستوران چې د ویډیو گیمونو مسابقه ترینه انلاین خپریده، د یو وسله وال په ډزو کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوې او گڼ شمیر زخمیان دي.

د فلوریډا ځایي پولیس وایي چې د جیکسنویل په سیمې کې د یو وسله کس وال په ډزو کې درې تنه وژل شویدي او ١٢ تنه زخمیان دي.

د جیکسنویل د پولیسو مشر وایي چې حمله کونکی چې د انلاین ویډیویي گیمونو په مسابقې کې یې برخه اخیستې وه په نورو کسانو باندې له ډزو وروسته ځان هم وژلی دی.

مقامات وایي چې دغه یواځني بریدگر ٢۴ کلن ډیویډ کتس نومیږي چې د مریلند ایالت د بالتیمور اوسیدونکی دی او یواځې د لاسي وسلې نه یې کار اخیستی دی.

هغه په لوبو کې د برخې اخیستنې لپاره فلوریډا ته تللی و.

د فلوریدا د جکسنویل هغه ځای چې ډزې په کې شوي دي
د فلوریدا د جکسنویل هغه ځای چې ډزې په کې شوي دي

دغې سیمې ته په سمدستي ډول بیړنۍ مرستې استول شویدي او زخمیان روغتون ته انتقال شویدي.

د جیکسنویل میموریل روغتون یو ډاکټر رویټرز ته وویل چې هغوي ته درې تنه زخمیان راوړل شویدي چې حالت یې ښه دی.

سپینې ماڼۍ ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پیښې نه وروسته وضعیت د نژدې نه څاري.

XS
SM
MD
LG