د لاس رسي وړ اتصالات

مسلمان امریکایان امریکا ته وفاداره دي


مسلمان امریکایان امریکا ته وفاداره دي
مسلمان امریکایان امریکا ته وفاداره دي

په امریکا کې یوې تحقیقاتي ډلې د ۲۰۰۸ کال راهیسې د زرګونو آمریکایانو سره چې بیلابیل مذهبونه یې درلودلل، مرکې کړي دي ترڅو د مسلمانو آمریکایانو سیاسي، ټولنیز او رواني ښکیلتیا په ډاګه کړي او دغه راز د نورو چلند د دوي په مقابل کې معلوم کړي. ددغې څیړنې پایلې د سې شنبې په ورځ خپرې شوې چې په کښي یو لړ په زړه پوړي شیان په ډاګه شوي دي

محمد یونس د ابو دابي ګلپ په څیړنيز مرکز کې ددغه نوي ریپوټ پایلې چې سرلیک یې دی مسلمانان په آمریکا کې راټولې کړې.

هغه داسي وايي: "مسلمان آمریکایان ‌ډیر د خپل مذهب خیال کوي خو په عین وخت کې د خپل ملک سره هم مینه لري او ډیرخیال یې کوي"

یونس وايي چې پر آمریکا باندي د سپټمبر د یوولسمې نېټې یوه لسیزه وروسته، په څیړنې کې په ډاګه شوي دي چې د آمریکا د هر مذهب پیروان په دې باور دي چې مسلمان آمریکایان آمریکا ته وفاداره دي. یونس په واشنګټن کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل چې دغه نظر هغه وخت رابرسیره شو چې د مسلمانانو آمریکایانو نه د هویت په باب یو لړ پوښتنې وشوې.

یونس بیا داسي وايي: "هغه څه چې مونږ په خپلې څیړنې کې پرې پوه شوو دا و چې مسلمانان هغومره چې ځانونه مسلمانان بلي هغومره ځانونه آمریکایان هم بلي. هغومره چې خپل مذهب ته اهمیت ورکوي په هماغه اندازه خپل هیواد، آمریکا ته هم اهمیت ورکوي"

۷ په لسو کې آمریکایان وايي چې دوي پر آمریکا باندي د دوي د هویت په توګه ډیره ټینګ ولاړ دي، په عین حال کې عین شمیره کسانو اسلام ته هم د هویت په سترګه کتلي دي.

څیړونکو دا موندلې ده چې د نورو مذاهبو اکثریت په دې باور دي چې مسلمان آمریکایان د القاعدې د سازمان سره خواخوږی نلري خو زیاتو مسلمانانو دا هم وویل چې مسلمانانو ته په کار ده چې د ترهګرۍ پر ضد زیاتې خبري وکړي او مخالف دریځ څرګند کړي.

څیړنه ښيي چې د ژوند د کیفیت له لحاظه مسلمان آمریکایان نسبت و نورو ته د خپلې راتلونکې او ژوندانه په هکله ډیر خوشبینه وو.

یونس زیاته کړه چې مسلمان آمریکایان د کاتولیکانو، پروتیستانانو او یهودانو سره په هغو پوښتنو کې یوشان وو چې د ژوند سره د مجادلې او هلو ځلو په برخه کې و.

یونس داسي وايي:،،مسلمان آمریکایان د احصایو له مخې په آمریکا کې د اکثریتو نور مذهبي ډلو په شان دي یعنی په هغه ډله خلګو کې راځي چې په ژوندانه کې یې بریالیتوبونه دي.،،

۶۰ په سلو کې مسلمان آمریکایانو وویل چې ژوند یې بریالی دی او یواځي ۳ فیصده په خپل ژوندانه کې د ستونزو نه سر ټکوي.

محمد یونس وايي چې مسلمان آمریکایان په خپل ټولنیز او سیاسي افکارو کې د یهود آمریکایانو په شان دي.

په عین حال کې امام محمد مجید بیا وايي چې هغه ددغو څیړنو په نتایجو باندي حیرانه شوی دی.

هغه داسي وايي: "مونږ د یهودو ټولنو سره له نږدې نه کار کوو. د هغو افکار زمونږ سره ډیره سمون خوري د بیلګې په توګه په عراق کې د آمریکا د ماموریت په باب د هغوي افکار زما دپاره ډیر د حیرانتیا مسله وه"

څیړونکی محمد یونس د آمریکا حکومت ته وړاندیز کوي چې د اسلام پرضد افکار او د یهودیت پرضد افکارو ته د متوصلو پدیدو په سترګه وګوري. څیړونکي وايي چې هیله لري د ګلپ څیړنیزه ډله د مسلمانو آمریکایانو پرضد د غلطو افکارو په له منځه وړلو کې یو څه وکړي.

  • 16x9 Image

    حسیب الکوزی

    حسیب الکوزی د ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا غږ سره په واشنګټن کي کار کوي. الکوزي د امریکا د جورجټون د پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو  په برخه کي د لیسانس سند ترلاسه کړی او د امریکا د جانس هاپکینز د پوهنتون څخه يې د نړیوال امنیت او اقتصاد  په برخه کې ماستړي اخیستې ده. اوسمهال د امریکن  پوهنتون څخه د نړیوال پرمختګ په برخه کې پر خپلې دویمې ماسټرۍ کار کوي.  هغه د ویب پاڼې ترڅنګ د آشنا راډیو خبري او سیاسي خپرونې پر مخ بیايي او د آشنا تلویزون سره هم همکاري لري. امریکا ته د راتګ څخه مخکي یې په افغانستان کي په بیلابیلو  نړیوالو ادارو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG