د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل نه د بایډن ملاتړ؛ امریکایي مسلمانانو سپینه ماڼۍ کې د اختر مراسمو کې ګډون ونکړ


د امریکا په یو شمیر ښارونو کې د فلسطینانو په ملاتړ مظاهرې هم شوي.
د امریکا په یو شمیر ښارونو کې د فلسطینانو په ملاتړ مظاهرې هم شوي.

په امریکا کې د مسلمانانو سازمانونو سږ کال د سپیې ماڼۍ د اختر د لمانځلو په مراسمو کې د ګډون نه انکار کړی. دوي د نه ګډون کولو دلیل د فلسطینیانو په خلاف د اسرائیل د تشدد سره د جمهور رئیس بایډن د حکومت ملاتړ بللی.

ټاکل شوې وه په سپینې ماڼۍ کې د کوچني اختر د لمانځلو لپاره په آنلاین توګه غونډه جوړه شي چې معمولاً پکې په واشنګټن کې د اسلامي هیوادونو د سفیرانو او میلمنو تر څنګ امریکایي میشتي مسلمانان هم ګډون کوي.

خو دا ځل د کرونا د وبا او د اسرائیل او فلسطین تر منځ روانې جګړې د کوچني اختر مراسم ګډوډ کړل.

په امریکا کې د اسلامي شورا د اړیکو یو تن مسؤل، رابرټ مک کا ویلي چې د نورو مسلمانو سازمانونو سره یو ځای د سپنې ماڼۍ د کوچني اختر د لمانځلو په مراسمو کې ګډون نکوي.

هغه د نه ګډون دلیل، په غزه او ختیځ بیت المقدس کې د اسرائیلي ځواکونو لخوا د فلسطینیانو د بشري حقونو د سرغړاونو په ځواب کې د جمهور رئیس بایډن د ادارې "ناهیلي کوونکی او د اندیښنې وړ" عکس العمل یاد کړ.

د ۱۹۹۶ کال راپدیخوا چې بل کلنټن د امریکا جمهور رئیس و، د امریکا ټولو مشرانو په سپینې ماڼۍ کې د روژه ماتي مراسم ترتیب کړي.

خو جمهور رئیس بایډن او میرمن یې جل بایډن سږ کال د کرونا ویروس له وجې په مجازي توګه د اختر د لمانځلو مراسم جوړ کړي وو.

د امریکا جمهور رئیس د کوچني اختر په مناسبت پخپل پیغام کې منلې وه چې د اسرائیل او فلسطین تر منځ د جګړې کړاو په ټولې نړۍ کې مسلمانان ګالي.

هغه ویلي و، " زما اداره به د فلسطین، اسرائیل او په سیمه کې د شریکانو سره دوامداره توګه کار وکړي چې په سیمه کې تل پاتې آرامي وي.

مسلمانان پداسې حال کې د سپینې ماڼۍ د اختر په لمانځلو کې ګډون نکوي، چې د امریکا د پایتخت واشنګټن ډي سي په ګډون په یو شمیر لویو ښارونو، نیویارک او باسټن کې زرګونو کسانو د فلسطینانو په ملاتړ مظاهرې کړي.

اسرائیل د روانې جګړې د پیل ملامتي په حماس اچوي خو فلسطینیان بیا وایي چې لومړي د اسرائیل امنیتي ځواکونو د الاقصی په جومات کې د فلسطینیانو سره ونښتل چې لږ تر لږه ۳ سوه فلسطینیان پکې ژوبل شول.

د فلسطین د بهرنیو چارو وزیر، ریاض مالکي پرون د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې وویل، " کله چې فلسطینیان تشدد کوي، ترهګري او کله یې چې اسرائیل کوي، د ځان دفاع بلل کیږي."

ښاغلي مالکي د اسرائیل پوځ تورن کړ چې د فلسطین د ملکي وګړو په خلاف یې جنګي جرمونه کړي.

XS
SM
MD
LG