د لاس رسي وړ اتصالات

نادري: د دولتي کارکوونکو په ګمارنه کې راباندې فشار شته خو اغیز نلري


نادر نادری
نادر نادری

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمیسیون رئیس نادر نادري وایي چې لا هم د ګمارنې او اداري اصلاحاتو په برخه کې د بدلون راوستلو په برخه کې د دولتي چارواکو تر فشار لاندې دی.

ښاغلي نادري دغه خبره له امریکا غږ سره په یوې مرکې کړې او ویلي یې دي چې د ګمارنې د سیستم په کمپیوټري کولو به تر ډیره د دغو لاسوهنو مخه ونیول شي.

ښاغلي نادري ویلي چې له کلونو راهیسې هڅه کوي چې خپلو مراجعینو ته د استخدام پروسه اسانه کړي او په ټولې پروسې کې د انسانانو پرځاې له کمپیوټري سیستم څخه ګټه واخیستل شي.

هغه زیاتوي چې د کمپیوټر په کارولو سره به له یوې خوا پروسه چټکه شي او له بلې خوا به د فساد مخنیوی وشي.

نادري وایي چې په تیرو دوه کلونو کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون ۵۱ زره کسان په دندو ګمارلي دي چې دغه کار په کمیسیون باندې د خلکو اعتبار ډیر کړی دی.

د فساد په اړه په افغانستان کې د امریکا د سفیر د څرګندونو په اړه یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي نادري وویل چې د افغانستان حکومت په تیرو څلورو کلونو کې فساد د له منځه وړلو لپاره غټ ګامونه اخیستي دي او د فساد د شتون په اړه د بهرنیو بنسټونو د راپورونو په ځواب کې ولسمشر اشرف غني وخت په وخت خپلې څرګندونې له خلکو سره شریکې کړي دي.

په دولتي پوستونو کې د نویو کسانو د ګمارلو د پروسې په اړه ښاغلي نادري وویل چې د ازموینې اخیستل او ارزول د کمپیوټر په مرسته کیږي او کمپیوټر ته د چا قومیت مطرح نه دی، یواځې لیاقت یې ګوري.

ښاغلي نادري همداراز د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو لخوا د ملکي خدمتونو ټولو کارکوونکو د راجستر کولو په اړه خبر ورکړ او ویې ویل چې دغه پروسه ۸۰ سلنه بشپړه شوې ده او هیله ده چې د روان لمریز کال تر پایه به پوره شي.

XS
SM
MD
LG