په درو د ایراني سندر غاړې وهلو ته د امریکایي قانون جوړونکو غبرګون

د امریکا د متحدو ایالتونو په کانګرس کې د جنوبي کارولینا جمهوري غوښتونکي استازې، نانسي میس، په ۷۴ درو د ایرانۍ سندرغاړې پرستو احمدي وهل غندلي دي.

راپورونه وایي چې ایراني چارواکو دغه سندرغاړې د حجاب د نه مراعت کولو له امله په درو وهلې ده.

میرمن میس د دې پیښې ته په غبرګون کې د اکس په حساب کې لیکلي چې ایرانی سندرې غاړې، پرستو احمدي له حجاب پرته پروګرام د ترسره کولو له امله په ۷۴ درو محکومه شوه."

ددغې جمهورې غوښتونکي استازې غبرګون په داسې حال کې څرګندیږي چې نورو امریکایي چارواکو هم د ایران اقدامات غندلي دي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والټز د ایراني سندرغاړې پرستو احمدي په درو د وهل کېدلو غندنه کړې او دا کار یې د "منځنیو پېړیو بربریت" بللی دی.

والټز د چهارشنبې په ورځ (نومبر ۲۵) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ولیکل:"پرستو احمدي او د هغې د موسیقۍ ډلې ته یوازې د دې لپاره د ۷۴ درو سزا ورکول چې په یوټیوب کې یې له حجاب پرته سندرې ویلي، د منځنیو پیړیو د بربریت ښکارندویي کوي."

هغه وویل د ایران حکومت په داسې حال کې د نړیوالو نیوکو ته له له ځواب ویلو تېښته کوي چې د ښځو او هنرمندانو پر وړاندې سخت چلند یې د دغه هېواد د لا زیاتې انزوا لامل شوی دی.

والټز زیاته کړه چې متحده ایالتونه د ایران د خلکو ترڅنګ ولاړ دي او د هغو کسانو ملاتړ کوي چې د بیان، هنر او اساسي حقونو لپاره مبارزه کوي.

ایراني چارواکو د دوشنبې په ورځ سندرغاړې پرستو احمدي او د هغې د موسیقۍ د ډلې څلورو نورو غړو ته د قم په ولایت کې د سزا ورکول کېدو اعلان وکړ.

چارواکو ویلي چې پرستو احمدي، سهیل فقیه نصیري، امین طاهري، امیرعلي پیرنیا او محسن لشکري د محکمې د حکم له تائید وروسته هر یو په ۷۴ دُرو وهل شوي دي.

د دغو هنرمندانو دوسیه د قم په ولایت کې د هغه کنسرت سره تړاو لري چې ویډیو یې شاوخوا دوه کاله وړاندې د «کاروانسرا کنسرت» تر عنوان لاندې په یوټیوب کې خپره شوې وه.

د بخښنې نړیوال سازمان په درو د وهلو د سزا د مخنیوي غوښتنه کړې او دا یې د شکنجې یوه بڼه بللې ده.

​
XS
SM
MD
LG