د لاس رسي وړ اتصالات

پلوسي: کانګرس په ایران باندې د حملې ملاتړ نه کوي


د کانګرس د استازو د مجلس رئیسې، ننسي پلوسي ویلي چې کانګرس په ایران باندې د حملې په برخه کې د ډانلډ ټرمپ له ادارې سره همغږې نه ده او ملاتړ یې نه کوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د ایران او امریکا اړیکې په تیرو اونیو کې ډيرې ترینګلې شوې دي.

میرمن پلوسي خبریالانو ته وویل چې د ټرمپ اداره به د کانګرس له غړو سره د پنجشنبې په ورځ د ایران په اړه ځینې محرم معلومات شریک کړي.

همداراز ښاغلي ټرمپ هم هیله مند دی چې له ایران سره به د جګړې ضرورت پيښ نه شي.

د پنجشنبې په ورځ چې کله له ډانلډ ټرمپ څخه پر ایران باندې د امریکې احتمالي برید په اړه وپوښتل شول، هغه یې په ځواب کې وویل: " زه هیله مند یم چې داسې به نه وي او جنګ ته به ضرورت پیښ نه شي"

تیره ورځ د ایران د دفاع وزیر ویلي و چې له دښمن سره جګړې ته نږدې شوي یو او ګوتڅنډنه یې وکړه چې امریکا او اسرائیل به مات کړي.

XS
SM
MD
LG