د لاس رسي وړ اتصالات

پلوسي تر ۲۰ کالونو وروسته استازو مجلس کې د دموکرات ګوند مشري پريښوده


ننسي پلوسي د استازو په مجلس کې د کلیفورنیا ایالت استازې ده.
ننسي پلوسي د استازو په مجلس کې د کلیفورنیا ایالت استازې ده.

د متحده ایالاتو د استازو د مجلس مشرې ننسي پلوسي چې شل کاله کیده پدې مجلس کې د دموکرات ګوند مشره وه، پنجشنبه نومبر ۱۷ (لړم۲۵) وویل چې په مجلس کې د ګوند د غړې په توګه پاتې کيږي خو د ګوند د مشرۍ لپاره به ځان کاندید نه کاندي.

میرمن پلوسي د امریکا د استازو په مجلس کې یوازینۍ میرمن ده، چې ددې مجلس د مشرې په توګه وټاکل شوه.

د جمهور رئیس او مرستیال څخه وروسته یې د استازو د مجلس مشره په متحده ایالاتو کې تر ټولو ستر حکومتي مقام دی.

ننسي پلوسي چې عمر یې ۸۲ کاله دی، د استازو په مجلس کې په یوې احساساتي وینا کې چې پنځلس دقیقې وخت یې ونیوه پدې مجلس کې خپل ۳۵ کلن خدمت په هکله وغږیده.

هغه اته کاله د دې ټول مجلس مشره هم وه.

میرمن پلوسي وویل، "اوس وخت دی چې په زړه ورتیا د راتلونکي په لور ولاړ شو او هغه ساعت را رسیدلی چې نوی نسل د دموکراتیک ګوند مشري وکړي".

سره لدې چې په کانګرس کې دموکراتان میرمن پلوسي "نه هیردونکې" څیره بولي خو جمهوري غوښتونکي یې بیا په شدت د هغې د لیبرال سیاسي دریځونو له کبله نه خوښوي.

جمهوري غوښتونکي وایي ننسي پلوسي په کانګرس کې د متحده ایالاتو تر ټولو د آزادي غوښتونکي ښار، سانفرانسیسکو چې د کلیفورنیا په ایالت کې دی، استازې ده.

میرمن پلوسي پخپلو خبرو کې وویل چې په ۱۹۸۷ کال چې د استازو مجلس ته راغله، پدې مجلس کې د هغې په ګډون یوازې ۱۲ میرمنې وي خو اوس یې شمیر ۹۰ ته رسیدلی.

هغې همدارنګه د دموکرات ګوند وستایه چې د بیلا بیلو نژادونو او قومونو استازي یې غړي دي.

ننسي پلوسي داسې وخت کې د استازو په مجلس کې د دموکرات ګوند مشري پریږدي چې د نومبر د اتمې نیټې د منځنۍ درې په انتخاباتو کې دې ګوند په مجلس کې اکثریت وبایله او اوس به جمهوري غوښتونکي پکې اکثریت وي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن په یوې اعلامیې کې وویل چې د ننسي پلوسي له کبله په امریکا کې د "میلونونو میلونونو امریکایانو ژوند حتی په هغو ولسوالیو کې غوره شوی چې استازي یې جمهوري غوښتونکي دي".

ښاغلي بایډن په اعلامیې کې دا هم ویلي چې ننسي پلوسي تل د ټول ولس د حیثیت لپاره کار کړی.

XS
SM
MD
LG