د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې چاودنې څو پولیس او عام وګړي زخمیان کړل


ننګرهار کې چاودنې څو پولیس او عام وګړي زخمیان کړل
ننګرهار کې چاودنې څو پولیس او عام وګړي زخمیان کړل

د سرک ترغاړې د ماين دغه چاودنه چې نن سهار د سرحدي پوليسو قوماندانۍ ته څېرمه دسره رود ولسوالۍ مربوط سيمه کې د سرحدي پوليسو پر يو رېنجر موټر رامنځته شوه ددغه ولايت چارواکيو په وينا د څلورو پوليسانو په ګډون شپږ تنه يې زخميان کړي دي.

ددغه ولايت وياند احمدضياعبدالزي په وينا په زخميانو کې څلور تنه پوليسان اودوه تنه ولسي کسان دي.

دى وايي پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې دسرحدي پوليسو رېنجر موټر له سيمې نه د تېرېدوپه حال کې مخ پرقوماندانۍ روان و.

ددې پېښې دزخميان روغتيايې حالت دډاډوړبولي .عبدالزي وايي دسيمي چارواکيوددغې پېښې په اړه پلټنې پيل کړي چې ددغې پېښې عاملين ژرترژره پيدااودقانون منګولوته يې وسپاري.

وسله والو مخالفينو ددغې پېښې پړه منلې او دعوه يې کړې چې په دې پېښه کې څلورسرحدي پوليس وژل شوي دي.

دغه پېښه پرداسې مهال رامنځته کېږي چې څوورځې وړاندې هم ددغه ولايت په زړه جلال اباد ښارکې دکسټويوپلورنځۍ پربمي چاودنې ويجاړ شو.

په دې وروستيوکې دماين چاودنې پېښې زياتې شوي چارواکي ايله همدومره وايي :په دې اړه يې پلټنې پيل کړي اوهڅه کوي چې دپېښوعاملين پيدا او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

له بل پلوه په ختيځو ولايتونوکې ماشومانو ته د ګوزڼ پر وړاندې وقايعوي واکسين کول پيل شول.

د چارواکيو په وينا په دغه دوره کې به اوه لکه اويازروماشومانوته د ګوزڼ ضد واکسين وشي.

د ختيځو ولايتونو لپاره د عامې روغتيا ريس ډاکتر باز محمد شېرزاد وايي چې د واکسين دغه دوره يوازې د ختيځو ولايتونو لپاره ځانګړې شوې چې په وينا يوازينى عامل يې په صوبه سرحد کې د پولي وپېښو زياتوالى دى.

دى وايي په دى نږدوکې پنځه اويا پېښې د پېښور په سيمه کې رامنځته شوي دي. دى وايي ددوی دغه کمپاين د لږترلږه پنځه نيم زرو کسانو پر مټ په مخ ځي. شېزاد وايي دوي په دغه کمپاين کې هڅه کوي چې يوه سيمه هم له کمپاینه پاتې نه شي.

XS
SM
MD
LG