د لاس رسي وړ اتصالات

د حقاني شبکې دوه مشران په ننګرهارکې نيول شوي


د حقاني شبکې دوه مشران په ننګرهارکې نيول شوي
د حقاني شبکې دوه مشران په ننګرهارکې نيول شوي

ايتلافي قواوو د ننګرهار ولايت د چپلیار په ولسوالۍ کې د حقاني ډلې دوه تنه وتلي مشران نيولي دي.

دغو قواوو په خپلې يوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ويلي چې دوي تېره شپه دوه تنه محلي مشران په ياده سيمه کې نيولي دي.

خبرپاڼې ويلي چې يوه کسان په سيمه کې دبيارغونې پر پروژو او د پوليسو پرپوستو بريدونه کول اوهم دسرک ترغاړې ماينونه ښخول.

دويم کس د سټنګرتو غوندي په تر لاسه کولو سره غوښتل چې په راتلونکې کې د جلال ابادپرهوايي ډګربريدوکړي خبرپاڼې داهم ويلي چې په تېر مېلادي کال کې دغه يوه تن د جلال اباد پرهوايي ډګر بريد کې هم لاس لاره.

خبرپاڼې ددغوکسانونوربشپړهويت نه دى په ډاګه کړى. د ننګرهارولايتي ادارې ددغو کسانو د نيولوپه اړه خپله ناخبري وښوده.

د دولت کومې وسله والې مخالفې ډلې هم ددغو کسانوپه اړه څه نه دي ويلي.

دا لومړى ځل دى چې ايتلافي قواووې په دغه ولايت کې دحقاني ډلې ټپلې پورې مربوط د دوو مشرانو د نيولو خبر ورکوي.

له بل پلوه دسرک ترغاړې دماين پريوې چاودنې دملي اردويوپوځي دجلال ابادپه ښارکې زخمي شوى دى .ددغه ولايت وياند احمدضياعبدالزي په وينا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې دملي اردويوموټر دسرک ترغاړې پريوځاى پرځاى شوي ماين وخوت.

دى وايي په دې پېښه کې پوځي زخمي شوى اوموټرزيانمن شو‌ى دى.

عبدالزى وايي تر دا مهاله ددغې پېښې په تور څوک نيول شوي نه دي. خودده په وينا امنيتي اداروپه دې اړه خپلې پلټنې پيل کړي چې دپېښې عاملين پيدا او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

تر اوسه چا ددې پیښې مسئولیت ندی اخیستی.

تردغې پېښې وړاندې دسرک ترغاړې دماين پرچاودنودې ته ورته پېښې رامنځته شوي دي.

XS
SM
MD
LG