د لاس رسي وړ اتصالات

د ننگرهار ۴۰ فیصده ښوونځي ودانۍ نلري


د پوهنې وزیر وایي، له جمهور رئیس غني نه به د ننگرهار د هغو ښوونځیو بیاجوړولو ته بودجه وغواړي چې داعش ویجاړ کړي دي
د پوهنې وزیر وایي، له جمهور رئیس غني نه به د ننگرهار د هغو ښوونځیو بیاجوړولو ته بودجه وغواړي چې داعش ویجاړ کړي دي

د پوهنې وزارت وایي په ننگرهار کې د ٩٠٢ فعالو ښوونځیو نه ٣٧٥ یې ودانۍ نه لري او زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.

د افغانستان د پوهنې وزیر ننگرهار ولایت ته د سفر په مهال وویل چې د ټولو ښوونځیو د ودانیو د جوړولو کار به ډیر ژر پیل شي خو کومه نیټه یې مشخصه نکړه.

د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي وویل چې له جمهور رئیس محمد اشرف غني نه غواړي چې د هغو ښوونځیو د جوړولو لپاره بودجه ځانگړې کړي.

د ننگرهار ولایت په مرکز جلال آباد کې زده کوونکي په خیمه کې د لوست پر مهال
د ننگرهار ولایت په مرکز جلال آباد کې زده کوونکي په خیمه کې د لوست پر مهال

سیمیز چارواکي وايي چې ٢٣ ښوونځي د اچین، هسکې منې او کوټ په ولسوالیو کې د امنیتي ستونزو له کبله تړل شوي دي. د چارواکو په وینا چې د دغه کار له کبله شاو خوا ٣٠ زره نجونې او هلکان له زده کړو محروم شوي دي.

ښاغلي بلخي وویل چې د ډیر ژر به د شوراگانو او دقومي مخورو په مرسته ددې ښوونځیو د بیا پرانستلو لپاره هڅې پیل شي.

د افغانستان په نورو ناامنو ولایتونو کې هم ډیر شمیر ښوونځي تړلي پاتيشوي دي او لدې کبله په سلګونه زره زده کوونکي د تعلیم له زدکړو بې برخي شوي دي.

XS
SM
MD
LG