د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې پر پاڅونوالو ځانمرګي برید لس تنه ووژل


برید د نازیانو په ولسوالۍ کې د داعش او طالبانو پر ضد د پاڅونوالو د یو مشر په قرارګاه شوی دی
برید د نازیانو په ولسوالۍ کې د داعش او طالبانو پر ضد د پاڅونوالو د یو مشر په قرارګاه شوی دی

دننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کونکو دیوه مشر په قرارګا موټر بمب ځانمرګي برید شوی دی. چارواکي وايي په برید کې د دوو ماشومانو په ګډون لس تنه وژل شوي او او ۲۳ نور ټپیان دي.

برید د سه شنبې په ورځ ناوخته ماښام د لنډۍ په سیمه کې شوی دی.

د نازیانو ولسوالۍ امنیه قوماندان یاربیک امریکا غږ اشنا ته وویل چې په دغه موټر بم ځانمرګي برید کې ډېر وژل شوي اکثره پاڅون کونکي دي، خو دوه ماشومان هم پکې شامل دي.

قومندان یاربیک وايي په ټپیانو کې د ولسي پاڅون کونکو مشر ملک دهقان هم ټپي شوی او په ټپیانو کې څلور ماشومان هم شامل دي. دننګرهار دعامې روغتیا ریاست وايي چې د دوو ټپیانو حالت ښه نه دی.

دغو پاڅونوالو د افغان حکومت په ننګه د وسله والو طالبانو او د داعش یا اسلامي دولت د جنګیالیو پر ضد وسله اخیستې وه.

دغه برید په داسې یوه سیمه کې شوی دی چې تر ډېره د داعش جنګیالي په کې فعاله دي، تراوسه کومې ډلې د دغه برید مسولیت نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG