د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار: وسله والو د نازیانو پر ولسوالۍ برید کړی


ننګرهار: وسله والو د نازیانو پر ولسوالۍ برید کړی
ننګرهار: وسله والو د نازیانو پر ولسوالۍ برید کړی

تېره شپه د سرحدي پوليسو او وسله والو مخالفينو تر منځ د ننګرهار د نازيانو په سرحدي ولسوالۍ کې جګړه شوې ده. په جګړه کې ښکېلو دواړو لوريو يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوه کړې ده.

د سرحدي پوليسو د لومړۍ لوا وياند ادريس مومند وايي چې وسله والو مخالفينو تېره شپه د دوی پر يو سرحدي کنډک د درنو وسلو بريد وکړ. وروسته دوی ځوابي بريد وکړ چې په وينا يې د دواړو لوريو تر منځ نښته وشوه. دې نښتې شاوخوا دوه ساعته دوام وموند.

دى وايي په دې بريد کې دوی ته کوم ځاني زيان نه دى اوښتى خو يوازې د ولسوالۍ ودانۍ څه ناڅه زيانمنه شوې ده. ده د سيمې د اوسېدونکيو اوعيني شاهدانو په حواله وويل چې مخالفينو له دې پېښې نه خپل څلور تنه مړي او شپږ تنه زخميان لېږدولي دي.

مومند وايي چې په دې جګړه کې زياترو بهرنيو وسله والو طالبانو برخه اخستې وه چې په وينا يې له دوی څخه يوه اندازه دارو درمل او مهمات هم پاتې وو.

خو اخوا د دولت وسله والو مخالفينو بيا دعوه کړې ده چې په دې جګړه کې يې پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده. دوی دا نه مني چې په دې جګړه دوی ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر دغې پېښې شاوخوا يوه اونۍ وړاندې د نازیانو ولسوالۍ په ګاونډ دوربابا ولسوالۍ کې وسله والو د واده پر يو کور بريد وکړ چې د زوم په ګډون يې تر پنځلسو زياتو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

چاوراکيو هغه مهال ويل چې بريد کوونکي له نازيانو ولسوالۍ څخه راغلي وو. دوی ويل دغه بريد کوونکي پر سرحدي پوله را اوښتي وو چې زياتره يې بهرني وسله وال کسان وو.

بل خوا، وسله والو مخالفينو دوه تنه د جلال اباد ښار د نجم الجهاد فاميليو کې له بهرنيواستخباراتوسره دکارکولوپه توروژلي دي اودعوه يې کړې ده چې دلال محمدپه نوم يوتن چې امريکايي استخباراتوسره يې کارکاوه له ساتونکيوسره نن سهار وژلى دى.

د ننګرهاردولتي چارواکيودامنلي چې وسله والومخالفينودوه تنه وژلي دي خووايي چې وژل شوي کسان دسيمې غريب وغربه خلک وواوله هېڅ ډول کومې دولتي ادارې سره يې کارنه کاوه.

د ننګرهارولايت امنيه قوماندان علي شاه پکتياوال وايي چې وژل شوي کسان پلارزوى دى چې د شخصي خصومت له امله وژل شوي دي. دى وايي دغو کسانو شخصي کاروبار کاوه او په ياده سيمه کې اوسېدل.

تر دې پېښې وړاندې هم د دولت وسله والو مخالفينو په دغه سيمه کې يو شمېر کسان له دولت او بهرنيو ستخباراتي کړيو سره د کار کولوپه تور وژلي دي.

شاوخوا دوه مياشتې وړاندې د يادې سيمې د يو ښوونځي مدير د لیسې په انګړ کې د ماين په چاودنه کې ووژل شو.

نجم الجهاد فاميلۍ د جلال اباد له ښاره اته کيلومتره وړاندې سهيل ته پرته ده. امنيه قوماندان علي شاه پکتياوال ديوې خبرې غونډې له لارې د دوو مشکوکو کسانو د نيولو خبر هم ورکړ چې په وينا يې ٣٦٠کيلوګرامه چاودېدونکي مواد يې ښار ته رالېږدولي وو.

دده په وينا نيول شويو کسانو دغه چاودېدونکي مواد د رنګ د ډبو په بڼه رالېږدولي وو اوغوښته يې چې نور سيموته يې د تخريبي فعاليتونو لپاره ولېږدوي.

XS
SM
MD
LG