د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار: پر واده برید شوی، زوم او ۸ تنه نور وژل شوي


ننګرهار: پر واده برید شوی، زوم او ۸ تنه نور وژل شوي
ننګرهار: پر واده برید شوی، زوم او ۸ تنه نور وژل شوي

د افغانستان د حکومت ماموران وايي چې د ننګرهار په ولاېت کې د واده په یوه محفل باندې په برید کې نهه تنه وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي چې د دوربابا په ولسوالئ کې د واده په محفل باندې دغه برید طالبانو کړی دی.

په وژل شوو کسانو کې زوم هم شامل دی. ویل کېږي چې نوموړی د دور بابا د ولسوال خپلوان کېده.

د وژل شوې کورنۍ غړي چې په يوه ليکه کتار جنازو ته ناست او ولاړوو دغه وسله وال يې د دولت مخالفين بلل.

دوی ويل : شپه له نيمايي اوښتې وه اوزياتره خلک په درانه خوب ويده وو. په لسګونو وسله والو چې د ډيورنډ له پلوې اخوا د منګل باغ په نوم د يو تن وسله وال دي او اوس مهال په نازيانو کې پوستې لري له يادې ولسوالۍ څخه راغلل او د دوی پر کور يې بريد وکړ.

ددغې کورنۍ يوتن مشر ريس خان ويل: دوی له هیچا سره کومه بدي نه لري او نه له دولت سره کارکوي. د وژل شوي زوم تره عليستان چې په دې پېښه کې يې يو تنکى ځوان زوى له وراره سره يو ځاى وژل شوى وايي: په دې پېښه د دوی د کورنۍ پر غړيوسربېره درې تنه میلمانه هم وژل شوي او څو تنه يې زخميان دي.

د دوربابا ولسوال همېشه ګل وايي: چې دوی ته لا له وړاندې داسې راپور رسېدلى و چې وسله والو مخالفين پر ولسوالۍ بريد کوي. دوی دمخالفينودمخنيوي لپاره خپل کسان او قومي عسکرچمتوکړي وو خو وسله وال مخالفين چې پرولسوالۍ له بريده ووېرېدل نو د ولسوالۍ پر ځاى يې پر واده بريد وکړ او بې ګناه کسان يې ووژل.

دى وايي مخالفينو د واده له کوره څو تنه ژوندي هم بولي وو چې وروسته يې راخوشې کړل. راخوشې شويو کسانوته يې ويلي وو دوی ځکه پر واده بريد وکړچې دغه واده والا له دولت سره مرسته کوي.

د پېښې له ځايه وړاندې د سم راغه په سيمه کې دغو وسله والو د يو بل تن د مېلمنو يوه کوټه او سراچه ډول موټر هم سوزولى دى.

د ولايت وياند احمد ضياعبدالزى وايي دغه کسان د سيمې د ولسوال خپلوان دي.

عبدالزى وايي په دې پېښه کې يوه کوټه او سراچه ډوله موټرسوزول شوى هم دى.

دى وايي دغه کسان زياتره په سپکو وسلوويشتل شوي دي.

کومې وسله والې مخالفې ډلې لا تر دې دمه ددغې پېښې مسووليت په غاړه نه دى اخستى.

دالومړى ځل دى چې وسله وال مخالفين دواده پرمراسموبريد کوي.

تردغه بريده شاوخوادرې کاله وړاندې بهرنيو قواوو د شينوارو هسکې مېنې سرحدي ولسوالۍ د کمالې په نوم سيمه کې د واده پر ورا هوايي بريد کړى وچې لږترلږه پنځوس تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې وه.

XS
SM
MD
LG