د لاس رسي وړ اتصالات

نقیب‌الله فایق د فاریاب نوی والي وټاکل شو


د فاریاب ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې افغان حکومت ډاکټر نقیب‌الله فایق د فاریاب ولایت د نوي والي په توګه ګومارلی دی.

د فاریاب د والي ویاند جاوید بیدار امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې ښاغلی فایق د پنجشنبې په ورځ (چنګاښ ۱۴) د دغه ولایت د نوي والي په توګه معرفي شو.

هغه زیاته کړه "نن له غرمې وروسته ښاغلی فایق د سیمه‌ییزو ارګانونو د رئیس متین بیګ له خوا د نوي والي په توګه معرفي شو او نن یې په کار پیل وکړ او د اوس لپاره ښاغلی فایق د ولایت په حرم‌سرای کې تشریف لري... ځکه چې د ولایت مقام سوزول شوی دی".

د افغانستان د سیمه‌يیزو ارګانونو ادارې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ښاغلی فایق له دې وړاندې د افغانستان د نورم او ستندرد د ادارې رئیس او د ولسي جرګې غړی وو.

له دې وړاندې عبدالحق شفق د همایون فوزي پر ځای د فاریاب د والي په توګه معرفي شوی وو.

ښاغلی فایق په داسې حال کې د فاریاب د والي په توګه معرفي شوی، چې تیره ورځ د جنبش اسلامي ګوند پلویانو د نظام‌الدین قیصاري په ننګه د خپلو اعتراضونو په لړ کې د دغه ولایت ودانۍته اور ورته کړ.

په فاریاب کې له تاوتریخوالي وروسته، د افغانستان جمهوري ریاست له اعتراض کوونکو سره د مذاکراتو لپاره دغه ولایت ته د لوی درستیز محمدشریف یفتلي او د کورنیو چارو مرستیال وزیر اخترمحمد ابراهیمي په ګډون یو پلاوی دغه ولایت ته استولی دی، تر څو هلته تاوتریخوالی ختم کړي.

XS
SM
MD
LG