د لاس رسي وړ اتصالات

سیاسي مسایلو د نارنج ګل پر مشاعره سوری غوړولی و


День святого Патрика в Вашингтоне
День святого Патрика в Вашингтоне

د هر کال په څېر د نارنج ګل دوديزه مشاعره اومېله دننګرهارولايت د اطلاعاتوکولتوررياست په کوربه توب د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې جوړه شوه.

په دې مشاعره کې په لسګونو ناظمانو خپل نظمونه ولوستل. پر دغو نظمونو حالاتو، پېښو او سياسي مسايلو سورى غوړلى و.

شاعرانوپه خپلو نظمونوکې دنارنج ګل پر ځاى همدغه ورځني مسايل رانغښتي وو آن دا چې چارواکيو هم نظمونوت ه مخه کړې وه او په خپلو نظمونو کې يې لاقانونيت ژاړه.

د ننګرهارولايت پخوانى مرستيال اومستوفي ډاکترمحمدعالم اسحاقزي په خپل منظموم کلام کې لاقانونيت اودخلکومصوونيت ياد کړى و.

يوشمېرنوروهم په خپلومنظوموويناووکې پر دولتي چارواکيوپه خلاصه فضاکې انتقادونه کول، د اداري فساد او مافيايي کړيو پر وړاندې يې د سمې خلک مبارزې ته راوهڅول.

د مشاعرې ګډونوالوزياتره هغه شاعران په چکچکو بدرګه کول چې هغوي په لوڅوالفاظوکې پرچارواکيوټکې کولې.

که څه هم ددغه ولايت د اطلاعاتواوکولتوررياست ريس اورنګ صميم ترمشاعرې وړاندې له شاعرانوغوښتنه وکړه چې دوي دې دشعرسپېڅلتيا او هنري توب ته وګوري.

د هنر په ژبه دې خپله وينا واوروي خويوشمېرناظمانوله دې غوښتنې اوهيلې سره سره په لوڅواوبربنډوالفاظوکې دچکچګوپه بدرګه خپلې منظومې ويناوې اورولې.

د مشاعرې يوشمېرګډونوالوهم دغه ډول لوڅ اوبربڼده نظمونه دشعرپرپرښته يوګوزارباله .

شاعراوژورنالېست عبدالمعيدهاشمي وايي چې دهنرژبه لوڅه اوبربنډه نه وي دى وايي دلته بايدله انتقادي ريالېزم څخه دهنرپه ژبه کاراخستل شوى واى .دى له تېرسره په پرتله وايي چې سږدنوروکلونوپه پرتله ګډون کوونکي کم وو چې علت يې په سيمه کې امنيتي اندېښنې بولي.که څه هم په تېرومشاعروکې ددولت پروړاندې شعارونه زيات ووخوپه دې مشاعره کې دتېرپه پرتله د يو شمېر ګډونوالو په وينا د چکچک لپاره د ويل شويونظمونو تر څنګ شعرونه هم وو.

په دې مشاعره کې هغه نظمونه کم ترغوږکېدل چې هغه په بربنډه ژبه ويل کېدل.

شاعراوليکوال هجرت الله اختياروايي چې ددغې مشاعرې ګټه داده چې دلروبرشاعران يوله بل سره دادب په چرګۍ راټولېږي او يو بل ته خپل شعرونه اوروي. خو دا هم وايي چې له څوکلونو راپه دېخوادغه مشاعره د سياسي حرکتونوداسې ښکارشوې چې هغه دهنرتومنه په کې نشته.

دى دغه ډول منظمومې ويناووې دشعرپرهنريوداسې ګوزاربولي چې هغه ذوق نه خړوبوي اوپه وينايې ځوان نسل په کږولاروبيايي.

د نارنج ګل دوديزه مشاعره اومېله له ١٣٤٠لمريزکاله راپه دېخوا د اطلاعاتواوفرهنګ رياست په کوربه توب د جلال اباد په ښار کې جوړېږي.

دا لومړنۍ دوديزه مشاعره ده چې په نورو ولايتونو کې يې هم دوديزومشاعرو ته خلک وهڅول.

په دې مشاعره کې چې پخوابه په ډېرجوش وخروش نمانځل کېده د ښوونځيو زده کوونکيو د نارنج ګل په باب ترانې هم ويلې خوله څوکلونوراپه دې خواچې پردې مشاعرې دحالاتواوسياسي مسايلوسيورى خپورشوى.

نو ددغې مشاعرې بڼه يې هم بدله کړې ده. هر کال ناظمان هڅه کوي چې د انتقاد لپاره څه پيدا کړې او د خپل زړه بړاس وباسي.

XS
SM
MD
LG