د لاس رسي وړ اتصالات

هغه معتاد چې تر ماسټرۍ یې لوړې زده کړې کړي


هغه معتاد چې تر ماسټرۍ یې لوړې زده کړې کړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:24 0:00

عبدالوهاب په نشه‌يي توکو اخته هغه افغان ځوان دی چې په انګلیسي ژبه روانې خبرې کوي او وايي په هند کې یې لوړې زده کړې کړې دي.


عبدالوهاب په نشه‌يي توکو اخته هغه افغان ځوان دی چې په انګلیسي ژبه روانې خبرې کوي او وايي په هند کې یې لوړې زده کړې کړې دي.

هغه وايي د کمپیوټر ساینس په برخه کې یې ماسټري کړې خو د ژوند د زیاتو ستونزو او فشارونو له امله په نشه‌يي توکو اخته شوی دی.

عبدالوهاب وايي "ځکه په نشو اخته شوم چې د ژوند ډېرې سختې ورځې راباندې راغلې، ورونه راڅخه بېل شول، دوه ښځې او اته ماشومان لرم، د ژوند فشارونه راباندې زیات شول، ملګرو راته وویل چې دغه مواد وڅکوه ارامتیا درکوي، هماغه وو چې ومې‌څکول او ورباندې اخته شوم، اوس مې نیت کړی چې خوشې یې کړم، له دې وروسته مرګ ته تیار یم خو بیا به مخدره مواد ونه څکوم".

عبدالوهاب چې په کابل کې د ابن‌سینا د معتادینو د درملنې په مرکز کې تر درملنې لاندې دی، غواړي له نشه يي‌توکو ځان وژغوري او بېرته عادي ژوند ته وروګرځي.
XS
SM
MD
LG