د لاس رسي وړ اتصالات

فتح خان: د اکا زوی مې په نشو اخته کړم


فتح خان: د اکا زوی مې په نشو اخته کړم
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:30 0:00

د غزني اوسېدونکی فتح خان چې ایران ته د مزدورۍ لپاره تللی وو، د اکار زوی یې په چایو کې نشه يي توکي ورکول چې له امله یې هغه معتاد شو.


د غزني اوسېدونکی فتح خان چې ایران ته د مزدورۍ لپاره تللی وو، د اکار زوی یې په چایو کې نشه يي توکي ورکول چې له امله یې هغه معتاد شو.

هغه وايي وايي شاوخوا اته کاله وړاندې د دې لپاره ایران ته تللی وو چې خپلې کورنۍ ته حلاله نفقه وګټي، خو د نشو له امله یې ژوند خراب او کورنۍ ترېنه پاتې شوه.

هغه وايي" په ایران کې زما یو د اکا زوی وو، په چای کې یې راکول او زه تر پایه پوه نه شوم چې څنګه یې زه معتاد کړم. يوه ورځ په کار کې وم ، زنګ مې ورته وکړ چې راشه زه مریض یم، ده ویل وای زه به چای او ګلولۍ دروړم ښه کېږي، کله چې راغی عادي پریستامول ګولۍ او درې پیالې چای یې راکړې، زه دستي ورسره ښه شوم او درد مې ارام شو. له هغې ورځې وروسته وه شوم چې زه معتاد شوی یم".

فتح خان له حکومت څخه غواړي چې د درملنې غم یې وخوري، هغه وايي که د ساقیانو مخه ونیول شي نو د ده په ګډون ډېری معتادین به له نشه يي‌توکو لاس واخلي.
XS
SM
MD
LG