د لاس رسي وړ اتصالات

احمدظاهر سلطاني؛ هغه ډاکټر چې کابو ۱۱ کاله یې د معتادینو درملنه کړې


احمدظاهر سلطاني؛ هغه ډاکټر چې کابو ۱۱ کاله یې د معتادینو درملنه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

د ابن سینا د معتادینو د درملنې زر بستریز مرکز رئیس احمدظاهر سلطاني چې کابو ۱۱کاله یې د معتادینو د درملنې په برخه کې فعالیت کړی وايي په دې موده کې یې زرګونه معتادین له مخدره موادو څخه ژغورلي دي.


د ابن سینا د معتادینو د درملنې زر بستریز مرکز رئیس احمدظاهر سلطاني چې کابو ۱۱کاله یې د معتادینو د درملنې په برخه کې فعالیت کړی وايي په دې موده کې یې زرګونه معتادین له مخدره موادو څخه ژغورلي دي.

ډاکټر سلطاني وايي په ۱۳۸۹ لمریز کال کې کله چې یو شمېر معتادینو د ژمي د سړې هوا له کبله د پلونو لاندې خپل ژوند له لاسه ورکړ پخواني ولسمشر حامد کرزي په یو فرمان کې د عامې روغتیا له وزارت څخه وغوښتل چې د ښار له مخې معتادین راټول او درملنه یې وکړي.

ډاکټر سلطاني وايي چې هغه مهال د معتادینو د درملنې لپاره هیڅ دولتي مرکز فعالیت نه درلود او د هغه د هڅو په نتیجه کې د جنګلک په فابریکې کې چې د جګړو له امله ویجاړه شوې وه د معتادینو د درملنې لومړنی مرکز جوړ او په فعالیت پیل وکړ.

هغه وایي "په شاوخوا لسو ورځو کې مو د جنګلک د ۳۰۰بستریز مرکز څلورم پوړ د ۲۰۰ بسترو په ظرفیت چمتو کړ او د پخواني جمهور رئیس په فرمان مو د لومړي ځل لپاره د معتادینو د راټولو لړۍ پیل کړه او ناروغان مو بستر کړل او ما د مخدره موادو په برخه کې د خپل کار له لومړۍ ورځې څخه د جنګلک د مرکز د رئیس په توګه کار پیل کړ او غواړم زیاته کړم چې دا زر بستریز روغتون هم د جنګلک د روغتون د مثبتو پایلو په نتیجه کې جوړ شو".

ډاکټر سلطاني وايي چې په دې موده کې یې د شاوخوا ۵۰ زره معتادینو درملنه کړې ده او لا هم په ډېرې لیوالتیا سره دې لړۍ ته دوام ورکوي.

ښاغلی سلطاني وايي "زه د جمعې او پنجشنبې په ورځو کې هم رخصتي نه لرم، که زما د رخصتیو په اړه پلټنې وکړئ، خلک د واده لپاره لس ورځې رخصت اخلي ما یوازې پنځه ورځې رخصت کړی او بېرته خپلې دندې ته راغلی یم، نور مې هیڅ رخصتي نه ده کړې حتا اوس هم د یو معالج ډاکټر په توګه مې نوم په مهالویش کې شته او د شپې له خوا نوکریوالي کوم".

ډاکټر سلطاني وايي د نورو ناروغانو په پرتله د معتادینو درملنه یو لانجمن مسئولیت دی خو د دې لپاره چې په مخدره موادو اخته شوي ځوانان له دغو موادو څخه وژغورل شي او بېرته خپل عادي ژوند ته ستانه شي دې مسئولیت ته یې غاړه ایښې او ورته دوام ورکوي.
XS
SM
MD
LG