د لاس رسي وړ اتصالات

د یو ځوان معتاد د زده کړو ارمان


د یو ځوان معتاد د زده کړو ارمان
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:18 0:00

په غزني کې یو ۱۶ کلن ځوان چې په ماشومتوب کې یتیم شوی، وايي د بې کسۍ او غمونو له امله په نشو اخته شوی دی.


په غزني کې یو ۱۶ کلن ځوان چې په ماشومتوب کې یتیم شوی، وايي د بې کسۍ او غمونو له امله په نشو اخته شوی دی.

عمران وايي زده کړې یې لوی ارمان دی، که څوک مرسته ورسره وکړي نو هم به له نشو لاس واخلي او هم به زده کړې پیل کړي.

هغه وایي "چې څوک مور او پلار ونه لري او په کلي کې یتیم را لوی شي نو د هغه راتلونکی به څنګه وي؟ مور او پلار نه لرم پلار مې مړ شوی او مور مې بل ځای واده کړی. پلار مې مریض وو، زه درې کلن او مشر ورور مې څلور کلن وو، ټول درې ورونه یو او یوه مو خور ده. چې یو څوک مور او پلار نه لري او د بل په کور لوی شي د هغه ژوند به څنګه جوړ شي؟ دا مې بده خاطره ده او بې سوادي مې غټ مشکل دی".

په غزني کې په نشو د اخته ځوانانو شمېر ورځ تر بلې زیاتیږي، چې ډېری یې د بېکارۍ او مالي ستونزو له امله په نشو د اخته کېدو خبره کوي.

XS
SM
MD
LG