د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا وایروس: په کابل کې ۳۰۰ معتادین راټول او بستري شول


کرونا وایروس: په کابل کې ۳۰۰ معتادین راټول او بستري شول
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:00 0:00

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د کرونا وایروس ورځ تر بلې په خپرېدو دی، حکومتي مسئولینو د دې وایروس د مخنیوي لپاره په چهارشنبه له کابل ښاره ۳۰۰ معتادین راټول او بستر کړل.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د کرونا وایروس ورځ تر بلې په خپرېدو دی، حکومتي مسئولینو د دې وایروس د مخنیوي لپاره په چهارشنبه له کابل ښاره ۳۰۰ معتادین راټول او بستر کړل.

د عامې روغتیا او کورنیو چارو وزارتونو دغه معتادین د کابل ښار له پل سوخته سیمې راټول او د امید ۱۵۰۰ بستریز مرکز ته یې د درملنې لپاره ولېږدول.

د عامې روغتیا وزارت د نشه يي توکو د غوښتنې د کچې راټیټولو ریاست مرستیال مجیب‌الرحمان راسخ وايي، چې د دغه کمپاین په لړ کې تر اوسه په ټول هېواد کې ۳۵۰۰ معتادین راټول شوي دي.

هغه وایي له دې شمیرې یوازې د کابل ښار له بېلا بېلو سیمو څخه ۲۱۰۰ تنه ټول شوي او د معتادینو د درملنې په مرکزونو کې بستري شوي دي.

ښاغلی راسخ وايي "زموږ لومړیتوب هغه معتادین دي چې د سړک په سر دي او بې‌سرپناه دي، ۳۰۰ مو نن راټول کړل موږ ۲۱۰۰ نفره په کال کې ټول کړي او ۳۰۰۰ نور مو د خپلو زونونو په کچه چې مزارشریف، هرات، نیمروز، فراه، او جلال‌اباد دی راټول کړي او د کرنتین تر پایه یې هم درملنه کوو او هم یې په کرنتین کې ساتو".

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو په اساس دا مهال په کابل کې شاوخوا ۴۰۰۰ بې‌سرپناه معتادین شته، چې د ښار په مختلفو سیمو کې دیره دي او په عام محضر کې نشه يي توکي کاروي.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي په دغو معتادینو کې چې په ډله ییز شکل اوسیږي د کرونا وایروس د خپرېدو ډېر امکان شته، خو وايي تر اوسه په کې کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.
XS
SM
MD
LG