د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالفتاح: د نشو له امله خپل کور ته نه شم تلی


عبدالفتاح: د نشو له امله خپل کور ته نه شم تلی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:53 0:00

پنځوس کلن عبدالفتاح چې د کابل په سرای شمالی کې د معتادینو پر غونډۍ په یوه وړه خېمه کې شپې سبا کوي، وايي د نشو له امله یې خپله کورنۍ په کور کې نه خوښوي.

پنځوس کلن عبدالفتاح چې د کابل په سرای شمالی کې د معتادینو پر غونډۍ په یوه وړه خېمه کې شپې سبا کوي، وايي د نشو له امله یې خپله کورنۍ په کور کې نه خوښوي.

هغه چې له دوو کلونو راهیسې په نشه يي توکو اخته شوی وايي په کور او کلي کې چې هره بده پېښه وشي پړه یې پر معتادینو اچول کیږي.

په نشه يي‌توکو اخته دغه معتاد وايي خپلو ملګرو نشو ته هڅولی، وايي په لومړیو کې یې له ملګرو سره چرس څکول خو وروسته یې تریاکو او شیشې ته مخه کړه.

هغه وايي " هغه بله ورځ مې ډېر زړه تنګ شو، د خپلو بچیانو له خاطره، یو زوی مې دی، ماشوم دی، هغه پسې ډېر خپه شوم، له ځانه سره مې وویل چې باید دا عمل پرېږدم، که اولاد خوښوې، کور خوښوې باید دا عمل پرېږدې".

عبدالفتاح وايي چې د درملنې هڅې یې شروع کړي او غواړي له خپلې کورنۍ سره بېرته عادي ژوند ته ګرځي.

XS
SM
MD
LG