د لاس رسي وړ اتصالات

سدوخان: یو ځل مې شوقي نشه وکړه، ژوند مې خراب شو


سدوخان: یو ځل مې شوقي نشه وکړه، ژوند مې خراب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:51 0:00

د ګردېز يو اوسېدونکی سدوخان وايي چې د نشو له کبله يې په ايران کې ښه کاروبار له لاسه ورکړی او اوس د خلکو قرضداری دی.


د ګردېز يو اوسېدونکی سدوخان وايي چې د نشو له کبله يې په ايران کې ښه کاروبار له لاسه ورکړی او اوس د خلکو قرضداری دی.

هغه وايي، چې اوس يې نه يواځې په کور کلي کې ژوند تريخ شوی، بلکې خپلو بچيانو ته د روزي ګټلو او د هغوی د پالنې وس هم نه لري.

سدو خان د پکتيا مرکز ګردېز اړوند د ګلي خېلو سيمې اوسېدونکی دی. ده يو وخت په ايران کې د نلداونۍ کسب پرمخ بيوه، خو وايي خپلو ملګرو د مخدراتو څکولو ته وهڅاوه او فکر يې کاوه چې همدا ژوند دی.

هغه وايي "ځواني وه، شوق و. په نشه روږی شوم. يو تا سره وهلی، بل هغه سره وهلی. په ايران کې به خلکو سل رقمه صفتونه کول. ما ويل راځه ته يو ځل وواهه، يو ځل وهل سل ځله وهل شول".

سدو خان د نشو له امله نه یوازې ښه کاروبار له لاسه ورکړ، بلکې د کور کلي ژوند يې هم تريخ شو او قرضداری شوی هم دی. د ده په وينا اوس يې ژوند در په در دی.

سدو خان وايي "د چا لس روپۍ قرض نه و راباندې. اوس پنځه لکه قرضدار شوی يم. خو له تا نه لس زره اخيستې، له دې نه شل زره اخيستې، له دې نه پنځه زره اخيستې. بېرته ورکول يې نشته. خالي مې اخيستې دي".

سدوخان وايي چې مېرمن يې مړه شوی او دوه ماشومان ترې پاتې شوي، خو زياتوي، له دې کبله چې دی په نشو اخته دی، خپلو بچيانو ته د روزي ګټلو او د هغوی د پالنې وس هم نه لري.
هغه زياتوي چې له نشه يي موادو لاس اخيستل ورته ګران دي، نو له همدې کبله له نورو خلکو غوښتنه چې له دغو توکو څخه لېرې واوسي.

په پکتیا کې د نشه يي توکو د روږدو دقیقې شمېرې نشته، خو ویل کیږي چې په لسګونه زره کسان په نشو اخته دي.
XS
SM
MD
LG