د لاس رسي وړ اتصالات

ملنګ جان: له بې کارۍ مې نشو ته مخه کړې ده


ملنګ جان: له بې کارۍ مې نشو ته مخه کړې ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:38 0:00

په نشه يي توکو معتاد ملنګ جان چې د ډوډۍ او نشه يي توکو لپاره د کابل پر واټونو کباړ ټولوي وايي، د کرونا وایروس له امله روان ګرځبندیز یې پر ژوند بدې اغیزې کړي دي.

په نشه يي توکو معتاد ملنګ جان چې د ډوډۍ او نشه يي توکو لپاره د کابل پر واټونو کباړ ټولوي وايي، د کرونا وایروس له امله روان ګرځبندیز یې پر ژوند بدې اغیزې کړي دي.

هغه وايي نږدې لس ورځې کیږي چې کار یې نه دی کړی، او تر څنګ یې ناروغ شوی هم دی.

ملنګ جان چې نهه کاله وړاندې په ایران کې په نشه یي توکو روږدی شوی وايي چې د بې کارۍ له امله په نشو اخته شوی دی.

هغه وايي که یې درملنه وشي او یو کار ورته پیدا شي نو هیڅکله به بیا نشو ته مخه نه کړي.

ملنګ جان وايي "څو ځله مې له نشو لاس اخیستی دی، خو کله چې بیا بېکارۍ وي او کار روزګار نه وي، بېرته مې نشو ته مخه کړې ده".

په نشه يي توکو معتاد دغه ځوان وايي، که د بېکارۍ ستونزه اواره شي، د ده غوندې ډېری کسان به له نشو لاس واخلی.



XS
SM
MD
LG