د لاس رسي وړ اتصالات

جاوید: دوه ځله مې د ځانوژنې هڅه کړې


جاوید: دوه ځله مې د ځانوژنې هڅه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:54 0:00

۳۰ کلن جاوید چې له شاوخوا شپږو کلونو راهیسې په نشو اخته دی وايي چې په ملي اردو کې یې د دویم بریدمن تر رتبې دنده کړې ده.


۳۰ کلن جاوید چې له شاوخوا شپږو کلونو راهیسې په نشو اخته دی وايي چې په ملي اردو کې یې د دویم بریدمن تر رتبې دنده کړې ده.

جاوید وايي وروسته له هغه چې دوه ورونه یې له لاسه ورکړل په نشه يي توکو اخته شو او اوس له خپلې کورنۍ څخه لرې د سرای شمالي په غونډې کې له نورو معتادینو سره ژوند کوي.

هغه وايي "دوه ماشومان لرم، له شرمه کور ته نشم تللی، ځکه چې څه وم او اوس څه شوی یم، همدا اوس زه خپل ځان نه پېژنم نو کورنۍ به څه وپېژنم، خپلو ماشومانو پسې ډېر زړه تنګی شوی یم، موږ خو انسانان یو حیوان چې له خپل ماشومانو لرې کېږي لټوي یې. دا مې هیله نه وه چې دې حالت ته ورسېږم، خپلې کورنۍ او ماشومانو پسې دومره زړه تنګی شوی یم چې یو زه او خدای پوهېږو، دې حالت دومره په تنګ کړی یم چې دوه ځلې مې د ځانوژنې هڅه وکړه".

د ملي اردو دغه پخوانی سرتېری چې له نشه يي توکو څخه د ژغورنې لپاره یې څو ځله د معتادینو د درملنې په مرکز کې ځان بستر کړی دی خو د بې کارۍ له امله بېرته په مخدره موادو اخته شوی دی.

دی له حکومت څخه غواړي چې معتادینو ته له درملنې وروسته د کار زمینه برابره کړيچ چې بیا په نشه يي توکو اخته نشي.
XS
SM
MD
LG