د لاس رسي وړ اتصالات

د معتادو ښځو رواني درملنه


د معتادو ښځو رواني درملنه
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:13 0:00

په کابل کې په نشه يي توکو د معتادو ښځو د سل بستریزه مرکز ډاکټرانې وايي، چې د معتادو ښځو رواني درملنه ورسره مرسته کوي، چې له اعتیاد وژغورلې شي.

په کابل کې په نشه يي توکو د معتادو ښځو د سل بستریزه مرکز ډاکټرانې وايي، چې د معتادو ښځو رواني درملنه ورسره مرسته کوي، چې له اعتیاد وژغورلې شي.

ددې مرکز د درملنې د څانګې مشره فریما نګهت وايي، چې پدې مرکز کې د ښځینه معتادینو لپاره رواني درملنه د نورو درملنو ترڅنګ مهمه ده او تر ډیره یې ښځینه معتادینو سره مرسته کړې ده، چې بیرته عادي ژوند ته ستنې شي.

ډاکټر فریما نګهت وايي "مونږ دلته ډیرې ښه ارواپوهانې او مشاورینې لرو، چې معتادو ښځو سره ښه کار کوي".

د معتادو ښځو په سل بستریز مرکز کې هره معتاده ښځه ۴۵ ورځې تر درملنې لاندې وي او له هغې وروسته رخصت کېږي.

د مرکز مسولین وايي مخدره موادو ته آسانه لاسرسی، د کورنیو د ملاتړ او د مناسب ځای د نشتوالي له امله، اکثره معتادې ښځې له درملنې وروسته بېرته مخدره موادو باندې اخته کېږي.

د ای این ایل د ۲۰۱۵ میلادي کال د سروې له مخې په افغانستان کې شاوخوا ۸۵۰ زره ښځینه معتادې شته دي.
XS
SM
MD
LG