د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل ښار کې د معتادینو د اوسېدو سمڅه


په کابل ښار کې د معتادینو د اوسېدو سمڅه
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:37 0:00

د کابل ښار په کارته نو سیمه کې لسګونه معتادین په یوه سمڅه کې دېره دي او نشه يي توکي کاروي، چې د سیمې اوسیدونکو ته یې لوی سرخوږی جوړ کړی دی.

د کابل ښار په کارته نو سیمه کې لسګونه معتادین په یوه سمڅه کې دېره دي او نشه يي توکي کاروي، چې د سیمې اوسیدونکو ته یې لوی سرخوږی جوړ کړی دی.

د دغې سیمې یو اوسیدونکی زلمی مایار وايي چې دغه معتادین د شپې له خوا په سیمه کې شوکې او غلاوې کوي او آن د خلکو کورونو ته هم وراوړي.

هغه وايي "په کارته نو کې دومره زیات شوي دي، هغه خبرې چې خلک وایي زه یې چور کړمه زما څخه یې مال واخیسته، دا همدغه خلک دي، کورو ته هم لوېږي، ځکه چې دوی مجبور دي عمل دی چې عمل ورته ونه رسېږي دا کارونه کوي".

هغه وویل که حکومت، عام افغانان او کورنۍ په ګډه د اعتیاد او نشه يي‌توکو پر ضد جدي مبارزه ونه کړي په ښار کې به د معتادینو شمیر لاپسې زیات شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو په اساس دا مهال په کابل کې شاوخوا ۴۰۰۰ بې‌سرپناه معتادین شته چې د ښار په مختلفو سیمو کې د پلونو لاندې، د سرکونو پر غاړو او پارکونو کې دېره دي او په عام محضر کې نشه يي توکي استعمالوي.
XS
SM
MD
LG