د لاس رسي وړ اتصالات

میاګل ۳۰ کاله نشې کړي خو اوس غواړي درملنه وکړي


میاګل ۳۰ کاله نشې کړي خو اوس غواړي درملنه وکړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:27 0:00

د غزني اوسېدونکی میاګل چې له ۳۰ کالو راهیسې تریاک او پوډر کاروي، هغه مهال په نشو اخته شو چې د کار لپاره ایران ته تللی و.


د غزني اوسېدونکی میاګل چې له ۳۰ کالو راهیسې تریاک او پوډر کاروي، هغه مهال په نشو اخته شو چې د کار لپاره ایران ته تللی و.

هغه چې دا مهال د غزني د معتادینو درملنې په ۵۰ بستریز روغتون کې تر درملنه لاندې دی وايي چې خوښ دی چې پسله ډېره وخته د یوه ښه ژوند هیله ورته پیدا شوې ده.

د پاخه عمر دغه معتاد وايي "زه په ایران کې معتاد شوم. هلته مې کار کاوه، یوه ورځ لږ زکام وم، ارباب راته وویل تریاک وخوره ښه به شې. کله چې مې وخوړل ډېر زیات کار مې وکړ په ځان نه پوهېدم، له هغه وروسته معتاد شوم".

میاګل چې د ژوند لپاره په کور کې بزګري کوي وايي‌که څه هم سواد لري خو کار نه ورته پیدا کیږي.

هغه وايي په خپله خوښه روغتون راغلی او خوشحاله دی چې د یو روغ کس په توګه به بېرته عادي ژوند پېل کړي.
XS
SM
MD
LG