د لاس رسي وړ اتصالات

سحر: له خپل معتاد مېړه جلا کېږم


سحر: له خپل معتاد مېړه جلا کېږم
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:57 0:00

په نشه يي‌ توکو روږدې سحر چې له خپل درې کلن ماشوم سره د درملنې په مرکز کې بستري ده وايي له ښه کېدو وروسته له خپل معتاد مېړه څخه جلا کېږي.

په نشه يي‌ توکو روږدې سحر چې له خپل درې کلن ماشوم سره د درملنې په مرکز کې بستري ده وايي له ښه کېدو وروسته له خپل معتاد مېړه څخه جلا کېږي.

سحر وايي مېړه یې په هېرویینو او شیشې روږدی دی او څو ځله بستر کړی چې نشه يي‌توکي پرېږدي، خو بریالۍ نشوه او په خپله هم په نشه‌یي توکو اخته شوه.

هغه وايي "میړه مې معتاد وو ورته مې ډېر وویل چې نشه يي‌توکي خوشې کړه، څو ځله مې بستر کړ ښه شو، ورته مې وویل که دا ځل دې وڅکول زه یې هم درسره څکوم، هغه جدي ونه ګڼله کله چې یې بیا نشه يي‌توکي استعمال کړل ما هم د هغه په ضد وڅکول. له دې ځایه چې ووتم له میړه څخه مې طلاق اخلم، ترې جلا کېږم ځکه که له هغه سره واوسم بیا په نشو اخته کېږم".

سحر وايي له دوی سره یې درې کلن زوی هم له نشه يي توکو اغېزمن شوی او د معتادینو د درملنې په مرکز کې بستر دی.

سحر وايي "زوی مې هم دود وهلی دی، ځکه چې موږ سره په کوټه کې وو او نه مې شول کولی چې له ځان څخه یې لرې کړم. کله چې موږ نشه يي‌توکي څکول کوټې دود نیوه او زوی مې هم دود تنفس کړی، ډاکټرانو ویل چې دردونه یې درلودل، اوس زه هم ښه یم او زوی مې هم ښه شوی دی".

سحر وايي له نشه‌يي موادو ستړې شوې ده او د خلکو د خبرو له امله او د خپلې کورنۍ د عزت لپاره په روغتون کې بستر شوې ده.
XS
SM
MD
LG