د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا وایروس: په ننګرهار کې معتادین په ډله ییز ډول نشې کوي


کرونا وایروس: په ننګرهار کې معتادین په ډله ییز ډول نشې کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:40 0:00

په داسې حال کې چې په ننګرهار کې د کرونا وایروس د مثبتو پېښو خبر ورکول شوی، د دې ولایت په غني خېلو کې په نشه يي توکو اخته کسان لا هم په ډله ییزه توګه خپلو نشو ته دوام ورکوي.

په داسې حال کې چې په ننګرهار کې د کرونا وایروس د مثبتو پېښو خبر ورکول شوی، د دې ولایت په غني خېلو کې په نشه يي توکو اخته کسان لا هم په ډله ییزه توګه خپلو نشو ته دوام ورکوي.

د دغه ولایت اوسېدونکي وایي مسئولین باید له کوڅو او بازارونو د معتادینو د راټولولو لپاره لاس په کارشي

د دغې سیمې خلک وېره لري چې که په دوی کې یو یې هم په کرونا اخته شي نو ډېر نور هم اخته کولی شي.

د غني خېلو یو اوسېدونکی صدرګل وايي حکومتي مسئولین دې معتادین راټول او د درملنې مرکزونو ته انتقال کړي.

هغه وايي " تاسو وګورئ دا وایروس په ټوله نړۍ کې پر خپرېدو دی، حکومت باید د معتادینو غم وخوري، که په دوی کې یو په کرونا اخته شو، نورو ته به یې انتقال کړي".

خو د ننګرهار چارواکي وايي په دغه سیمه کې راټولېدونکي معتادین به راغونډ او د درملنې مرکزونو ته ولېږدوي.

که څه هم په ننګرهار کې د معتادینو په اړه رسمي شمیرې نشته خو ویل کیږي چې د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې لسګونه زره کسان په نشه يي توکو معتاد دي چې یوازنی یونیم سل بستریز روغتون یې د درملنې لپاره بسنه نه کوي.
XS
SM
MD
LG