د لاس رسي وړ اتصالات

په غزني کې د معتادینو روغتون د پراختیا غوښتنه


په غزني کې د معتادینو روغتون د پراختیا غوښتنه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:20 0:00

د غزني ولایت د معتادینو د روغتون مسئولین وايي، په دې ولایت کې د معتادینو د شمېر له زیاتېدو سره دې د معتادینو روغتون له ۵۰ څخه سل بستریز ته لوړ شي.


د غزني ولایت د معتادینو د روغتون مسئولین وايي، په دې ولایت کې د معتادینو د شمېر له زیاتېدو سره دې د معتادینو روغتون له ۵۰ څخه سل بستریز ته لوړ شي.

د دې روغتون رئیس ډاکټر بصیر احمد امیرزی وايي، په غزني کې د روږدو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي او دغه ۵۰ بستریز روغتون ځکه ورته بسنه نه کوي چې آن د نورو ولایتونو لکه میدان وردګ، پکتیکا، زابل او نورو سیمو معتادین هم د درملنې لپاره غزني ته راغلي.

هغه وایي "زموږ روغتون ۵۰ بستریز دی او په میاشت کې ۵۰ تنه تداوي کوو چې په کال کې شاوخوا ۶۰۰ کیږي. په غزني کې د معتادینو شمېر نهایت زیات دی ۵۰ بستره رښتیا هم چې ددې خلکو لپاره کفایت نه کوي، خو دا د وزارت د نورم پر اساس جوړ شوي حتی داسې ولایتونه هم شته چې هېڅ د معتادینو روغتون نه لري. دا د وزارت په بودیجه پورې اړه لري، موږ هیله لرو چې دغه روغتون ته ارتقا ورکړي او سل بستریز شي او مونږ ته د ښځو برخه هم جوړه کړي ځکه غزني کې یو شمېر ښځینه معتادینې هم لرو".

په غزني کې د معتادینو دقیق شمېر نه دی معلوم، خو ورځ تر بلې زیاتېدونکو معتادینو په دغه ولایت کې د خلکو اندېښنې راپورته کړې دي.
XS
SM
MD
LG