د لاس رسي وړ اتصالات

تماس خان: له نشو خلاصون، په کلونو څارنه غواړي


تماس خان: له نشو خلاصون، په کلونو څارنه غواړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:40 0:00

د ملي اردو پخوانی سرتېری تماس خان چې اوس په نشه يي‌توکو روږدی دی، نه یوازې خپله دنده له لاسه ورکړې بلکې ژوند یې له نورو ستونزو سره هم مخ شوی دی.


د ملي اردو پخوانی سرتېری تماس خان چې اوس په نشه يي‌توکو روږدی دی، نه یوازې خپله دنده له لاسه ورکړې بلکې ژوند یې له نورو ستونزو سره هم مخ شوی دی.

هغه وايي چې کله د اردو په لیکو کې وو، یو بل سرتېری په نشه يي توکو اخته کړ.

تماس خان چې اوس د کابل په نادرخان تپه کې اوسیږي وايي که بېرته دنده ورکړل شي، نو له نشه يي توکو به لاس واخلي.

هغه چې پوډر او شیشه څکوي وايي "اول کې چې عملي شوم ښه ډېرې پیسې مې درلودې، خو اوس حقیقت دا دی چې بل کار او روزګار نشته، عملیان کباړ غونډوي، زه هم همدا کار کوم او خپل ژوند چلوم".

تماس خان څو ځله د درملنې لپاره په روغتون کې بستري شوی، خو کله چې له روغتون څخه وتلی بیا په نشو اخته شوی دی.

هغه وايي چې چې تر درملنې وروسته باید معتادینو ته کار پیدا شي، یا په پولیسو یا اردو کې جذب شي.

تماس خان په دې باور دی له نشه يي توکو د خلاصون لپاره په کار ده چې معتادین تر دریو څلورو کلونو تر څارنه لاندې ونیول شي، هغه وخت بیا کولای شو چې له نشو لاس واخلو.
XS
SM
MD
LG