د لاس رسي وړ اتصالات

د جسمي درملنې تر څنګ د معتادینو رواني درملنه


د جسمي درملنې تر څنګ د معتادینو رواني درملنه
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:38 0:00

په کابل کې په نشه يي توکو روږدي، د جسمي درملنې تر څنګ په رواني ډول هم هڅول کیږي چې له نشه يي‌ توکو لاس واخلي، ارواپوهان وايي چې دا له معتادینو سره مرسته کوي چې عادي ژوند ته ستانه شي.

په کابل کې په نشه يي توکو روږدي، د جسمي درملنې تر څنګ په رواني ډول هم هڅول کیږي چې له نشه يي‌ توکو لاس واخلي، ارواپوهان وايي چې دا له معتادینو سره مرسته کوي چې عادي ژوند ته ستانه شي.

په کابل کې د معتادو ښځو او ماشومانو د درملنې د سل بستریز مرکز ارواپوهه مارینا رزاقیار چې له څلورو کلونو راهیسې د معتادو ښځو رواني درملنه کوي وايي چې دا ډول درملنه عادي ژوند ته د معتادینو په بېرته ستنېدو کې ډېر مهم رول لري.

د آغلې رزاقیار پر وینا په دې مرکز کې هر معتاد د پنځلس ورځې جسمي درملنې وروسته د روانې درملنې څانګې ته سپارل کېږي او تر دیرشو ورځو ورته د مختلفو برنامو له لارې روزنه ورکول کېږي ترڅو له رواني پلوه د مخدره موادو پرېښودو ته چمتو شي.

هغه وايي " موږ یوه غونډه د ښونې په برخه کې ده، په دې کې دوی ته د ژوند مهارتونه ښيو، چې څه ډول ټولنیزې او فردي اړیکې وپالي. بله غونډه مو په ډله‌ییزه بڼه ده، دا په ټوله کې له اوو څخه نیولې تر لسو غونډې دي چې په کې دوی ته یوازې د مخدره موادو په اړه غږېږو، چې څه ډول دوی داسې لارې پیدا کړي ترڅو له مخدره موادو څخه وژغورل شي او وروستی پړاو مو انفرادي غونډې دي چې له هر ناروغ سره جلا جلا کینو، دا برخه ځانګړي اصول لري څه چې ویل کېږي یوازې د ناروغ او ارواپوه ترمنځ پاتې کېږي".

آغلې رزاقیار وايي چې د معتادینو رواني درملنه د هغوی د ژوند مسیر بدلوي او روحاً دې ته چمتو کېږي چې مخدره مواد پرېږدي او عادي ژوند ته وګرځي.

هغه وايي‌ " زموږ رواني درملنه ډېرې زیاتې ګټې لري او موږ ترې زیاتې مثبتې نتیجې اخیستي، حتی داسې ناروغان چې بې‌سرپناه دي، کورنۍ نه لري او له لویې بدبختۍ سره مخامخ دي، موږ یې درملنه کړې او ستونزې مو ورته حل کړي دي".

د هغې په وینا کله چې ناروغ له دې مرکز څخه رخصتېږي بیا هم روانې ډاکټران تر یو کاله پورې له مرکز څخه بهر کار کوي او هغوی ته په ټولنه کې د ورګډېدو لارې چارې ښيي.
XS
SM
MD
LG