د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې معتادین راټول کړي کباړ څنګه پلوري؟

په کابل کې معتادین راټول کړي کباړ څنګه پلوري؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:23 0:00

په کابل ښار کې په نشو روږدي د سړکونو پر غاړو او ډیرانونو راټول شوي پلاستیکونه، کاغذونه او وسپنې، د کباړو پر ځانګړو دوکاندارنو پلوري او له همدې لارې د نشه يي توکو او نور اړتیاوو پوره کولو لپاره پیسې لاس ته راوړي.

انتظار چې د کباړو دوکان لري وايي چې معتادین او ماشومان زاړه مالونه، وسپنې، پلاستیکونه او نور راوړي او دوی یې ترې اخلي.

هغه وایي "دغه ضایع شوي توکي په کارخانو کې اوبه کیږي او له دې بیا مختلف شیان جوړیږي، له معتادینو او ماشومانو کوتۍ کیلو په دېرش افغانۍ او بوتل کیلو په اوولس افغانۍ اخلو، دا ټول بیا ټولولو او پر کارخانو یې پلورو".

د کباړ دوکانداران وايي چې دا کار نه یوازې د ښار له پاکوالي سره مرسته کوي بلکې تر څنګ یې د معتادینو لپاره د عاید یوه ښه سرچینه ده.
XS
SM
MD
LG